نامعلومو وسله‌والو د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ملي امنیت یو مدیر په ډزو وواژه.

کابل ټکی کام(دوشنبه،۲۷کب، ۱۳۹۷ل):

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن دوشنبه سهار رسنیوته وویل چې مدیر شفیع‌الله نن سهار په اسعداباد کې له خپل کوره دفتر ته روان و چې ناپېژانده وسله‌والو وواژه.

تر اوسه د قاتلانو د هويت په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي او د پېښې مسؤليت هم چا نه‌دى منلى.

د دې پېښې په عکس‌العمل کې په اسعداباد کې ځينو کسانو لاریون پيل کړى دى، اوله حکومت غواړي ترڅو دنوموړي قاتلین پیدا او سزا ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button