طالبان: لا هم وخت شته، دولتي ځواکونه دې وسلې پر ځمکه کېږدي!

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل)

 طالبانو پر دولتي ځواکونو غږ کړی چې لا هم فرصت لري چې وسله پر ځمکه کېږدي او له خپل ولس سره له جګړې لاس واخلي.

«د ورځې خبره» تبصره چې د طالبانو له رسمي ادرسه خپرېږي، د بادغیس په بالامرغاب کې د جګړې، تسلیم شویو عسکرو او دولتي ځواکونو پر ځپل شوي مورال را څرخي.

طالبانو ویلي، د مورچاق په نوم سیمه چې نږدې دوه زره کورنۍ پکې ابادي دي له دولتي ځواکونو او اربکیو تصفیه شوې او د دوی لاسته ورغلې، د دې ترڅنګ لسګونه عسکرو وسله پر ځمکه ايښې او تسلیم شوي دي.

دوی دا جګړه د دولتي ځواکونو د کمزوري مورال څرګندوی بولي او لیکي، چې د دوی د سرتېرو «بریالي عملیات او په ترڅ کې یې د کابل رژیم د سلګونو عسکرو ډليیزه تېښه جوته وي چې د کابل رژیم د امریکایانو د وتلو له ګونګوسو سره سم له سخت ډار او وارخطايۍ سره لاس او ګریوان دی.»

طالبانو په ګواښمنه لهجه پر دولتي ځواکونو د تسلیمۍ غږ کړی «که امریکایان عملا اعلان وکړي چې له افغانستان څخه نور بار او بسترې ټولوي او عسکر باسي؛ نو بیا به د کابل رژیم د دغو اجرتي ساتونکو ( اربکیانو او سرتېرو ) څه حال او برخلیک وي؟»

تر دې ګواښ وروسته ورته د تسلیمۍ توصیه شوې او لیکي چې دولتي ځواکونه له موقعې نه په ګټه باید «پرخپلو تېرو کرغېړنو اعمالو پښیماني وکړي، د صلیبي اشغال د ملاتړي او ګوډاګي رژیم له دفاع او ساتنې څخه لاس واخلي او نور د خپل ملت د وینې تویولو څخه په کامله مانا توبه وباسي.»

دا په داسې حال کې دی چې نیویارک ټایمز هم په بادغیس کې د دولتي ځواکونو تېښته او تسلیمي «بې سابقې» بللې، خو د دې تر څنګ د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي د عسکرو له تسلیمۍ منکر دی خو ترکمنستان ته د سلو عسکرو تېښته يې منلې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button