د بادغیس والي: “که بالامرغاب سقوط وکړ؛ ځان وژنه کوم

(کابل ټکی کام،دوشنبه،۱۳۹۷، کب ۲۷)
د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی وایي ، که د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ سقوط وکړ، په خپله به د ولایت د وادنۍ مخې ته ځان وژنه وکړي او نور ورته دا وضعیت د منلو وړ نه دی.
ملکزي تیره ورځ د معترضینو یوې غونډې ته ، چې نوموړی یې په بې کفایتي تورنولو وویل؛ د بالامرغاب له ناوړه وضعیت څخه یې څو ځله امریکایي ځواکونو او ارګ ته شکایتونه کړي خو لا یې هم کوم لوري په ریښتینې معنا مرستې ته نه دي را دانګلي.
د دغه ولایت د ولایتي شوا غړي وایي، د ولسوالۍ بازار د طالبانو لاس ته لویدلی او د ولسوالۍ مرکز تر سختې محاصرې لاندې دی .
بلخوا بیا امریکایی ورځپاڼې نیویارک ټایمز خبر ورکړی چې طالبانو په بالامرغاب ولسوالۍ کې ۱۵۰ تنه افغان عسکر نیولي دي او جګړه لا هم دوام لري.



