د طالبانو ډپلوماټيک سياست  د افغان حکومت او امريکا اړيکې خړې کړې!!

ليکوال: غورځنګ

امريکا چې سږ کال يې له جګړې ځان ستړی وښوده او د سولې او خبرو اترو له لارې د مسئلې د حل لار يې غوره کړه نو يې مذاکرات پيل کړ، د دغو مذاکراتو لپاره يې زلمی خليلزاد او خپل نور څو تنه پلاوی راولېږه تر څو له طالبانو سره وغږېږي او د مسئلې حل لاره راوباسي، خليلزاد هم په ډېر فخر او غرور سره صحنې ته راووت او داسې فکر يې وکړ چې ګواکې طالبان يوازې په جګړه پوهېږي او د خبرو او پر مېز د کېناستلو شيمه نه لري،  د همدې فکر د لرلو په اساس يې پر طالبانو باندې د فشار د واردولو لپاره په ګاونډيو او نورو هېوادونو کې دمذاکراتو غونډې اعلان کړې، خو طالبانو په خپله هوښيارتيا په نوموړو غونډو کې ګډون رد کړ.

خو دلته خبره دا ده چې له هرې غونډې وروسته به خليلزاد کابل ته راته او په غونډه کې تر سره شوې خبرې به يې د ولسمشر غني له بانډ سره شريکولې، مګر کله چې پنځمه غونډه دائره شوه او ډول ډول موضوعات په کې مطرح شول نو افغان حکومت هم دغې غونډې ته خپله مشکوکه هيله وښودله، خو دا ځل خليلزاد همداسې نېغ ولاړ او د غونډې ټول جزئيات يې له ځان سره امريکا ته يووړل يعنې له ولسمشر غني سره يې هيڅ هم شريک نه کړل، چې دا په افغان دولت د خليلزاد له لوري سخت ګوزار وو.

افغان حکومت هم چې کله داسې حالات وليدل نو په سترګو يې تياره راغله او سمدستي يې خپله ترجماني او له امريکا څخه د ګيلې کولو دنده خپل د ملي امنيت سلاکار (حمدالله محب) ته وسپارله، حمدالله محب هم په ډپلوماتيک ډول له امريکا څخه ګيلې پيل کړې او د دې ګيلو تر څنګ يې په خليلزاد دا تور هم ولګولو چې خليلزاد غواړي په راتلونکي کې د امريکا لخوا د افغانستان وايسرای جوړ شي.  همداشان حمدالله محب له امريکا څخه دا هم وغوښتل چې خپل پوځونه له افغانستان څخه مه وباسئ! او په افغانستان کې د خپلو وژل شويو امريکايي عسکرو وينې مه پلورئ!

مګر امريکا د دې پر ځای چې د حمدالله محب غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، برعکس يې احضار کړ او د پوښتنې او ګروېږنې لپاره يې ژر تر ژره وغوښت، له پوښتنو کولو وروسته يې سمدستي ورته وويل چې په خليلزاد باندې دا ډول تهمتونه لګول د امريکا په بهرنيو چارو وزارت باندې تهمت دی او دا امریکا ته هيڅ د منلو وړ نه دی.

لنډه دا چې د حمدالله محب له دې وينا وروسته يې په نوموړي او څو نورو دولتي چارواکو خپله ويزه هم بنده کړه چې له دې امله د افغان دولت او امریکا تر منځ حالات ترينګلي شول.

روانو حالاتو ته په کتو سره شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو ډپلوماټيکي سياست د حکومت او امریکا تر منځ اړيکې خرابې کړې او له اتلس کاله متقابل خدمت او مرستو سره سره بيا هم اوس امريکا په افغان حکومت خپل باور له لاسه ورکړی او دا ځکه چې امريکا به له طالبانو بار بار غوښتنه کوله چې طالبان دې له افغان دولت سره خبرو ته چمتو والی وښيي خو طالبانو به ورته ويل چې مونږ خبرې نه ورسره کوو ځکه چې افغان دولت د خبرو خپلواکي نه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button