لیکوال : امین وردګ
موږ ټول په دې پوهيږو چې ولې د کابل حکومت ته د سولې په تېرو خبرو کې چې د افغان طالبانو او آمریکایانو تر منځ پوره شپاړس ورځې په دوحه کې روانې وې – چا د ګډون اجازه ور نه کړه او خبرې هم د همدغه ټاټوبي (افغانستان) د راتلونکي برخلیک په اړه وې؛ حال دا چې د کابل حکومت ځان د ټول افغانستان فعال حاکم هم بولي؟
دا چې یو ملک قانوني او اولسي نظام ولري ؛ هېڅ کوم نړیوال طاقت ته د دې حق نشته چې؛ د حاکم نظام د کومې مخالفې ډلګۍ سره (د هغه ملک د حال او یا راتلونکي په اړه) خبرې او پرېکړې وکړي؛ دا خو به پر ځای پرېږدو چې نړیوال طاقت دې له مخالفې ډلې څخه (په حال یا راتلونکي کې) د هغه ملک په اړه د پوره امنیت او نړۍ ته د نه ګواښ په پار سرتاسري او ملي تضمین وغواړي.
نو ځکه خو موږ ته روان سیاسي حالت دا را په ګوته کوي چې؛ ګواکي اوسنی نظام بلکل قانوني مشروعیت نه لري او نه حکومت ورته ویلای شو ؛ بلکې تر دې د مخه موقته اداره، انتقالي دوره او مرکزي حکومتونه ټول د پردیو په زور او خوښه جوړ شوي وو او یو یې هم قانوني، افغاني او خلکو ته خوښ نظام نه ؤ، ځکه خو یې ثمره اوس دا شوه چې؛ د نظام د شتون په صورت کې یې مدیران له همغو خلکو سره خبرې کوي چې یو وخت به یې دهشتګر بلل او د ټولو د وژلو پرېکړه یې کړې وه.
سړی حیران شی چې ؛ ولې د اشرف غني په غیاب کې د افغانستان په هکله (د آمریکایانو او طالبانو تر منځ) په قطر کې خبرې کېدلې؛ مګر دی او کابینه به یې چا په جزئیاتو نه خبرول؟
بیا به یې کله کله ځینو خاصو او معتمدو کسانو لکه محب ( د طبعې له سوخته او د دنیا له شرمه) د رسنیو په وړاندې دا ادعا هم کوله چې؛ ګواکي ((خلیلزاد هره ورځ اشرف غني ته د خبرو جزئیات وایي)) مانا دا چې خلیلزاد د ښاغلي غني له مشورې پرته له طالب استاذو سره د هېڅ پرېکړې څه چې د ځانګړې نظريې اجازه هم لا نه لري ؛ مګر جزئیات به یې بیا هم نه ویل ((نه – نه ! اصل کې خو جزئیات نه وو ورته معلوم!)) تر دې چې خبرې شپاړسمه ورځ ختمې شوې ، جزئیات دواړو لوریو همغسې پټ وساتل! نو ځکه خو موږ ویلای شو چې؛ له ښاغلي غني سره د جزئیاتو څه چې آن د ((کلیاتو)) بوی هم لا نه ؤ.
د دې ټولو مانا دا ده : آمریکایانو د کابل حکومت ټولې نړۍ ته داسې وښود چې؛ ګواکې دا د دوی د لاس یوه جوړه شوې آله ده؛ نه کوم خپلواک او خودکفا نظام.
څنګه کېدای شي چې؛ د یوه فعال حکومت (د نه حضور په صورت کې) د هغه ملک (چې دی یې ځان حاکم بولي) د سرنویشت په هکله ((په جهاني سطحه)) پرېکړه وشي او له نظام څخه تشه مشوره هم پکې وانخیستل شي، یا لږ تر لږه د ناظر په توګه هم د کډون حق ورنکړل شي !
نه- نه! د دې ټولو مانا همدا ده چې؛ نړۍ ته دا چارواکي سرټیټي کوي او رسوا کوي یې.
که په نور څه پرېکړه نه وي شوې ؛ نو لږ ترلږه خو هغه پیمان مات شو چې اشرف غني امریکایانو ته د دائمي نظامي هډو اجازه پکې ورکړې وه.
اوس که سل ځله نارې سورې هم ووهي کومه ځانګړې ګټه نه ورته کوي.
تاریخ دا ثابته کړې چې؛ هر افغان د پردیو د لاس آله وګرځي هغه به د ذلت پنډوکي خامخا په اوږو وړي.
د نړی هر ستر فاتح په دې خبره اعتراف کوي چې ((تر ټولو غټ خائن هغه دی؛ چا چې (په ناحقه) د خپل ملک او ملت واګې د ده په لاسو کې ورکړې وي)) که څه هم چې په ښکاره توګه دا یو ډول ځانګړې مرسته او ځواني غوندې ده ؛ مګر د سیاست په قاموس کې تر دې ستر خیانت بل نشته.
دا هم ثابته ده چې؛ همدا سیاسي خطاکاران به د هموغو په لاسونو وژل کیږي؛ چاته چې دوی خپل قام او مقام سپارلي وي.
















