واشنګټن پوسټ: د اشرف غني حکومت زيات وخت نه لري؛ واشنګټن ترې لاس اخيستی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۸)

د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکی، د اشرف غني حکومت نه یوازې له طالبانو سره له خبرو ليرې ساتل شوی بلکې واشنټګن ترې هم لاس اخيستی او زيات وخت پاتې کېدونکی نه دی.

ورځپاڼه زياتوي، اشرف غني تمه لرله چې يو ځل بيا راتلونکو انتخاباتو کې بريالی شي او ځان د سولې اتل ونومي خو په وينا يې طالبانو يې دغه امیدونه له خاورو سره خاورې کړل. ځکه چې ځينې سياسي حريفان يې هم طالبانو سره کښېناستل او امریکا هم ورسره مذاکرات وکړل.

د ورځپاڼې په باور، غني غوښتل چې د حمدالله محب له لارې په امريکايي چارواکو فشار راوړي او په خليلزاد يې تورن کړ چې غواړي په موقتي حکومت کې د امریکا د وايسرای نقش ولوبوي خو زياتوي د امریکا د بهرنيو چارو وزارت محب احضار کړ او غوږونه يې ورته خلاص کړل.

واشنګټن پوسټ ليکي، د ټرمپ لومړیتوب له افغانستانه د امریکايي عسکرو راایستل دي. په عین وخت کې د طالبانو هدف په سیاسي قدرت کې زیاته ونډه درلول او د یوه «سوچه اسلامي نظام» جوړول دي. طالبان د غني حکومت مشروع نه ګڼي، او وايي چې یوازې به د افغانانو سره خبرو ته کښېني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button