رويټرز: د امریکا په غوښتنه به ډير ژر حمدالله محب له دندې ليرې کړای شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۸)
د رويټرز خبري اژانس ته د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ګڼو سرچينو ويلي، چې له دې وروسته امریکايي چارواکي له حمدالله محب سره نه ګوري.
وروسته له هغې دغه پريکړه کېږي چې حمدالله محب د امريکا او خليلزاد په اړه څرګندونې وکړې.
د سرچينې په وينا، د امريکا بهرنيو چارو وزارت غني ته د ټيليفون له لارې ويلي چې نور دې حمدالله محب امريکا ته نه ورليږي ځکه له دې وروسته امريکايي مامورين له محب سره نه ګوري او هغه سره هيڅ ډول معامله نه کوي.
رویټرز ته د ملي يووالي حکومت يوه چارواکي ويلي چې “امريکا پر غني فشار راوړی څو حمدالله محب له دندې ګوښه کړي ځکه چې د ملي امنيت شورا ټول لښګتونه د امریکا له خوا ورکول کيږي”.
څو ورځې مخکې د ملي امنيت شورا مشر حمدالله محب په امریکا کې رسنيو ته وويل، د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې کيدونکې هوکړه ورته د منلو نه ده او په دغه خبرو کې خليلزاد په افغانستان کې د مؤقتي حکومت د مشرۍ هڅې کوي.
له يادو څرګندونو وروسته امریکا حمدالله محب ته د ويزې ورکول بند کړل او تازه راپورونه ښيي چې نوموړی به په نږدې وخت کې د امریکا په غوښتنه له دندې هم ګوښه کړای شي.



