بغلان: درې قومندانان له پنځوس ميله وسلو او افرادو سره طالبانو ته اوښتي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۸)
د بغلان ولايت په تاله برفک ولسوالۍ کې د دولت درې قومندانان له خپلو لسګونه ميله وسلو سره طالبانو ته اوښتي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د يادو قومندانانو نومونه (زمان، سالم او نصرت الله) ښودلي او د هغوی انځورونه يې هم په خپله ټويټرپاڼه خپاره کړي دي.
د مجاهد په وينا، دغه قومندانانو پنځوس ميله سپکه او درنه وسله واو په زیاته اندازه مهمات هم طالبانو ته سپارلي زياتوي د دوی په ورتګ زياته سيمه د طالبانو تر واک لاندې راغله.
راپور وايي له دغه ځآيي قومندانانو سره د هغوی سلګونه تنه افراد هم د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.
وخت ناوخت طالبانو سره دولتي عسکر او چارواکي يوځای کيږي چې هغوی يې نومونه او شهرت په خپله رسمي پاڼه (الاماره) خپروي خو په وروستيو کې طالبانو سره د دولتي منسوبينو د يوځای کيدو لړۍ چټکه شوې ده.



