څیړنه: ښه سهارنۍ د زړه د روغتیا لپاره اړینه ده

يوه تازه څېړنه ښيي چې د هغو کسانو زړونه چې سهار ښه ډوډۍ خوري، د هغو په پرتله ډير روغ پاتيږي چې سهارنۍ نه کوي.

د يونان د اتن پوهنتون د زړه د ناروغيو څانگې په يوه څېړنه کې د دوو زرو کسانو د زړه روغتيا و ارزول شوه. د دې څېړنې د پايلو پر اساس هغه کسان چې په ورځني ژوند کې د سهار ډوډۍ پر وخت داسې خوراکي توکي خوري چې بدن ته ښه انرژي ورکوي، د هغوی د زړه رگونه د نورو په پرتله روغ وي او په امراضو د اخته کيدو خطر یې کم وي.

د دې څېړني بشپړه نتايج به د «امريکن کالج آف کارديالوجي» چې انگلسي لنډيز یې «ای سي سي» دی، په يوه کلنۍ غونډه کې هم وړاندي شي.

د اتن پوهنتون د دې روغتيايي څېړنې د ترسره کوونکي ډلې مشر او د زړه د ناروغيو متخصص ډاکتر سوتيريوس سلاماندريس وويل چې يو انسان چې په ورځ کې څومره کالوري ته ضرورت لري، که د هغې پنځمه برخه د سهار له ډوډۍ يا ناشتې ترلاسه کړي نو د دغه کسانو د زړه په رگونو کې په ښکاره توگه د چربي مقدار کم وي او رگونه یې کلکيږي هم نه.

د بريتانيا د عامې روغتيا د خدماتو په حواله ښځي په اوسط ډول د ورځې دوه زره او نارينه دوه نيم زره کالوري ته اړتيا لري.

د څېړني په حواله ښه يا مناسبه ناشته داسي ډوډۍ ته ويل کيږي چې په عمومي ډول پکښې شيدې، پنير، ډوډۍ او شات شامل وي. د څېړني په حواله د هغو کسانو څخه یې د ۱۵ سلنه د زړه رگونه چې سباناری نه کوي، نورمال نه ول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button