پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

طالبان د ولسي وګړو زړونه ګټي!!

محمود نشرونکی: محمود
مارچ 20, 2019
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
542
ځلې شریک شوی
496
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

ليکوال: غورځنګ

د امريکايي او ناټو ځواکونو پر وړاندې د طالبانو مقاومت تقريباً اتلس کاله خوا او شا په بر کې ونيول او دا دی اوس هم روان دی، د شنونکو په باور يوازېنی مقاومت دی چې دومره اوږدې او قوي جګړې ته يې په يوازې تن اوږه ورکړه، نه خو ورسره څوک مالي مرسته کوي،  نه يې څوک څرګند ملاتړ کولی شي، نور خو لا پرېږده ان کله کله د کعبې شريفې امام هم د دوی پر ضد فتوا ورکړي چې ګواکې د امريکايي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو جنګ تاريخي مخينه نه لري او نه هم اسلامي رنګ لري؛ خو بيا هم طالبان له دا ډول خبرو برسېره هم خپل مقاومت ته ادامه ورکوي او د چا په کيسه کې هم نه دي.

خو بل لور ته که وګورو نو وبه وينو چې د اسلامي نړۍ ټول سوچه مسلمانان او عام وګړي بيا له طالبانو سره د زړه له تله مينه  او محبت کوي او تل يې په خپلو مخلصو دعاګانو کې يادوي او کامياب يې غواړي.

موږ راځو دې چې طالبان په خپلو کړنو باندې څنګه کولی شي چې د افغان ولس زړونه خپلوي؟

افغان ولس له څو لسيزو راهيسې له خپله خواږه ژوندانه، امنيت، خونديتوب، عزت ساتلو، ازادۍ او خپلواکۍ څخه بې برخې دي او هېواد يې نږدې په کنډواله بدل شوی دی، نو په دې خاطر هر افغان که وړوکی دی که لوی، که ځوان دی که زوړ، که ښځه ده او نر، په يوه خوله له الله ج څخه تل غواړي تر څو په هېواد کې يې امن، امنيت، سوکالي، اسلامي نظام  راشي خو له بدله مرغه چې کله پرې شرق يرغل وکړي، کله بيا غرب ورته پښې رالوڅې کړي او کله کله بيا چې نه غرب وي او نه هم شرق وي نو د غلطو رهبريو له امله يو له بل سره جنګېږي.

نو د دې لپاره چې افغانانو ته امن او سوکالي راوړي، هغه خلک د افغان ولس زړونه ګټلی شي، چې دا خلک طالبان دي، ځکه که وګورو چې طالبانو په خپله پنځه کلنه واکمنۍ کې افغان ولس ته په پوره ډاډ سره  امن راووستلی وو، د طالبانو له واکمنۍ څخه  دمخه د پاټک سالارۍ دور په هېواد حاکم وو، د هېوادوالو ناموسونه خوندي نه وو، د زورواکانو له لوري پرې مختلف ظلمونه تر سره کېدل چې ټول افغان ولس د دا ډول پېښو عيني شاهد دی، خو طالبانو په خپل راتګ په ډېره لږه موده کې دا هر څه له منځ يووړل.

همداشان زمونږ د هېواد تقريباً ۹۹ په سلو کې وګړي مسلمانان دي نو ځکه اکثريت په يوه خوله په دې اتفاق وو چې بايد په افغانستان کې اسلام  حاکم وي او اسلامي نظام په کې راشي چې د افغان ولس دغې هيلې ته هم  طالبانو د عمل جامه ورواغوسته او د پنځو کلونو لپاره يې يو سوچه اسلامي نظام په افغانستان کې راووست.

په هر صورت اوس دې ته راځو چې له طالبانو سره د دوی تر واکمنۍ وروسته د امریکايانو په راتګ سره خلکو ورسره څومره ظلمونه وکړل، په کانټينرونو کې يې ډله ييز ډله ييز ووژل، ان تر دې چې د امريکايانو له راتګ سره سم چا په افغانستان کې د طالب نوم هم نشوای اخيستلای، خو سره له دې بيا هم طالبان وخت پر وخت په همدې ډول جنايت کارانو غږ کوي چې له جګړې لاس واخلئ نو ستاسو سر او مال به  په امن وي، ان تر دې چې له کريم خليلي، محقق، اسماعيل خان، کرزي او نورو دا ډول خلکو سره په مسکو د بين الافغاني  تفاهم لپاره کېناستل تر څو د تفاهم له لارې يو بل سره خبرې وکړي او هغه تشويشو نه چې همدغو يادو شويو څېرو د طالب په اړه درلودل؛ ختم کړي.

دارنګه د ا فغان دولت اردو چې کله کوم طالب په جنګ کې اسير کړي نو سم دم يې وژني په وژلو يې هم زړه نه پرې سړېږي نو په ډېره نامردۍ يې په خپل ام بي يا ټانګ او رنجرو پورې تړي او په ځمکه يې څښوي، خو برعکس طالبان چې کله هم د همدې اردو والا ونيسي نو دومره له ترحم څخه کار اخلي چې د زخميانو تداوي يې کوي، مړي يې په سم شکل خپلو کورنيو ته سپاري، ان چې نيول شويو ته د خوشې کولو پر وخت د لارې کرايه هم ورکوي. نو ايا د طالبانو دغه کړنې به د افغان ولس زړونه خپل نه کړي؟؟

په داسې حال کې چې دولت د طالب په نوم هر څوک يا زنداني کوي او يا يې هم وژني چې په دې وروستيو کې د بې ګناه سړيو تر څنګ ښځې، ماشومان، مدرسې، مسجدونه او نور هېڅ شی هم ورڅخه پاتې نشول، يعنې د شپنۍ چاپې پر مهال چې څه لاسته ورشي هغه وژني او مکانونه، دوکانونه، کورونه سوځوي، چې د دولت دغه کړنه د دې لامل دی تر څو ولس ورڅخه مکمل لاس اخيستی. او د دوی پر ځای ولسي وګړي په  اتفاق سره د طالبانو تر سيوري لاندې ژوند خوښوي.

کله چې د امريکايانو او ناټو او يا هم د افغان دولت له لاسه ولسي وګړي ووژل شي نو طالبان يې د غچ او انتقام د اخيستلو وعده وکړي او بيا يې په ډېر شدت او زر تر زره انتقام واهم خلي، چې د طالبانو دا کړنه هم د ولس زړونه خپلوي او خپل کړي يې دي.

خو دولت د دې پر ځای چې اصلي عوامل وپېژني، مګر په فرعي، درواغجنو او پوچو شعارونو پسې ګرځي.

دغه شان که څوک له طالبانو په هر مورد کې مرسته وکړي نو طالبان بي د هغه شخص هر اړخيز حمايت او ملاتړ کوي، خو دولت د دې پر ځای په امريکايي الوتکو باندې د خپل اردو والا کورونه هم بمباروي او بچيان يې په ډېرې بې رحمۍ سره وژني، چې د دولت دا ډول کړنې د ولسي وګړو تر څنګ د خپلې اردو د عسکرو زړونه هم له خپل ځان څخه توروي.

او دې ته يې هڅوي چې له طالبانو سره ودرېږي او دا خوښ کړي چې هېواد ته يې يو ځل بيا د طالبانو نظام راشي.

لوی ټکي: افغان حکومتامريکاطالبان
مخکینې مطلب

 د ټاکنو کميسيون په دوهم ځل د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو اعلان وکړ

بل مطلب

 افغان دولت دطالبانو خلاف دخالد په نام فوځي عملیات پیلوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com