افغان دولت دطالبانو خلاف دخالد په نام فوځي عملیات پیلوي

کابل ټکی کام(چهارشنبه،۲۹کب، ۱۳۹۷ل)

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ۱۳۹۸ لمریز کال په راتګ سره به په ټول افغانستان کې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد پسرلني عملیات پیلوي.

نوی کال د خالد په نوم په پوځي عملیاتو پیلېږي، هغه عملیات چې د کورنیو چارو وزارت په وينا افغان هوايي ځواکونه به هم پکې برخه ولري.

د دغه وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۹» په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

“کوم عملیات چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې پیلېږي، دا به د خالد په نوم وي چې د دفاعي، امنیتي او هوايي ځواکونو له‌خوا به په خپلواک ډول د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پر مخ وړل کېږي، د خالد په نوم دغه عملیات به د نوي کال له پیل سره سم شروع او پر دښمن به تهاجمي او تعرضي حملې هم زیاتې شي.”

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي

د دغو عملیاتو په اړه یوه اندېښنه ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتل دي، ځکه پخوا تر دې په ورته عملیاتو کې ډېری ملکي کسانو ته تلفات اوښتي وو.

خو دا ځل د کورنیو چارو سرپرست ویاند وايي، د عملیاتو پر مهال به د ملکي کسانو خوندیتوب ته پام وشي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي:

“په‌دې اړه تاسې او ستاسې له طریقه د افغانستان خلکو ته دغه ډاډ ورکوم چې ټولو ارګانونو ته چې که عملیاتي، اوپراتیفي او که د ځانګړو عملیاتو ځواکونه دي سپارښتنه شوې چې د عملیاتو پر مهال د ملکي کسانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او دغه مسئله په پام ونیسي.”

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو د خالد په نوم پیلېدونکي عملیات نمایشي بولي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خالد په نوم د عملیاتو د پیلولو په غبرګون کې د يوه غږیز پیغام په لېږلو سره رسنیوته ویلي چې دا امنیتي ځواکونو ته د روحیې ورکولو لپاره يوه کاذبه هڅه ده.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د خالد په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پیلولو هدف د طالبانو او داعش په ګډون د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره د پیل شویو هڅو دوام دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button