اشرف غني د “نوروز” ورځې مراسمو لپاره مزار ته تللی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱)

د ملي يووالي حکومت مشر محمد اشرف غني نن د نوي کال د ورځې مراسمو ترسره کولو لپاره مزار ته رسيدلی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې اشرف غني نن سهار د نوي کال په جشن کې د ګډون په موخه دغه ولايت ته سفر کړی دی.

نن د ۱۳۹۸ هجري شمسي کال د وري د مياشتې ۱ نيټه ده چې د هر نوي کال لومړۍ ورځ په مزارشريف کې په لويو مراسمو پيليږي.

د نوي کال په لومړۍ ورځ د بلخ په مرکز مزارشريف په روضه کې د حضرت علي (رض) عنه په نوم جنډه پورته کېږي چې د هيواد له بيلابيلو ولايتونو څخه يې خلک ليدو ته راځي.

د اسلام عالمان د نوروز لمانځل حرام بولي او د دغه ورځې لمانځل د مجوسيانو اختر ګڼي.

ولسمشر په داسې حال کې مزار ته سفر کوي چې څو ورځې مخکې د بلخ د پخواني واکمن عطاءمحمد نور وسله والو او د ګډ حکومت د عسکرو تر منځ د دغه ولايت د امنيه قومندان د ټاکلو پر سر نښته هم شوې وه.

که څه هم د کورنيوچارو او دفاع وزير وروسته له يادې شخړې مزار ته د عطامحمد نور ليدو ته ورغلي و او د دواړو خواو تر منځ موافقه شوې خو جزيات يې نه دي په ډاګه شوي.

دا معلومه نه ده چې ولسمشر به په دغه سفر کې له عطانور سره هم وګوري او که نه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button