خليلزاد د روسيې، چين  استازو سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱)

د افغانستان سولې په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی د چين، روسيې او اروپايي اتحاديې له استازو سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې خليلزاد به د مارچ په (يوويشتمه- دوويشتمه) نيټه د چين د استازي ډينګ شجون، روسيې استازي ضمیر کابلوف او اروپايي اتحاديې استازي رولاند کوبيا کوربه وي.

خبر زياتوي، څلور خواوې به د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي او دا چې دغه ټولې خواوې د جګړې د ختمولو په برخه کې څه ډول رول لوبولی شي هم بحث وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو پنځم پړاو خبرو کې په زياته اندازه پرمختګ شوی او ټاکل شوې چې راتلونکې ناسته د اپريل په وروستيو لسو ورځو کې وشي چې ښايي دواړه خواوې يوې موافقې ته سره ورسيږي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو مهمه موضوع له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او دا چې د طالبانو له خوا ډاډ ورکول دي چې افغان خاوره به د نورو هيوادونو پرضد نه کارول کيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button