غزل

عمر عمري
تمبولی مو په شا غربي ښکېلاک دی
چې راغلی دی له خاورو سره خاک دی
وځه! پښې باسه دښمنه خیر دې نشته
دا وطن درتـه مَقتل او خطرناک دی
دلته داسې د دښمن آرمان لمبه شي ته به وایې چې په سره اور کې خشاک دی
دې وطن داسې بازان غرو کې روزلي
چې ټپوس وژني کوترې يې خوراک دی
(عمري) غرور یې دړې وړې مات شو
نن په ځغاسته له ميدانه زبرځواک دی



