طالبانو سره پاکستان مالي مرسته کوي(!؟)
ليکوال: احمد منصور
هغه څوک چې د طالبانو قوت، پياوړتيا په سياسي، نظامي او فرهنګي ډګرونو کې برياوې نه شي زغملی، او د طالبانو د واکمنۍ راتلو په صورت کې خپلې شخصي ګټې په زیان کې ويني، کوشش کوي چې په هر ډول وي طالبان بدنام کړي، قربانۍ، برياوې يې پردو ته منسوب کړي.
له دې خلکو سره ما ډېر بحثونه کړي، تر ډېره مې کوشش کړی، چې د هغو دعوو په اړه ترې ثبوتونه او شواهد وغواړم، د کومو په اساس چې دوی طالبان د پرديو د لاس آله بولي، خو له دوی سره هېڅ ثبوتونه شتون نه لري، بلکې هغه څه وايي چې باداران يې ور پيچکاري کوي، له تهمتونو څخه يې لوی تهمت دا دی:
طالبانو سره پاکستان مالي مرسته کوي!
پورتنی تهمت هم بې ثبوته په طالبانو لګوي، پاکستان يو له هغو هېوادو څخه دی چې اقتصادي حالت يې ډېر کمزوری دی، غالباً په (۲۰۱۱م) کې مې يوه مقاله لوستله، پکې ليکل شوي و: پاکستان دومره قرضداره دی چې د پاکستان د بچي بچي په سر پنځوس پنځوس روپۍ را ټولې کړي نو قرض به يې پرې ختم نه شي. د نورو هېوادو چارواکي چې پاکستان ته ورشي، دوی حيران وي چې اوس مونږ له دوی څخه مرسته وغواړو او که دوی يې له مونږ سره کوي.
هغو خلکو ته وايم چې پاکستان د طالبانو سره په مرسته متهم بولي، که تاسو د امريکا او متحدينو د ماتې لامل هغه مرسته بولئ، کوم چې ستاسو په قول پاکستان يې له طالبانو سره کوي، نو بايد چې طالبانو د امريکايانو په وړاندې ماته خوړلې وی،ځکه امريکا او متحدين يې په افغانستان کې د طالبانو د ماتولو لپاره ډېر زيات مالي لګښت وکړ، ګران بيه وسايل او تجهيزات يې په طالبانو استعمال کړل، آن يوازي په هغو رسنيو چې د طالبانو په ضد پوچ تبليغات کوي، پرديو هېوادو ته يې منسوبوي، په ميلياردونو مصارف يې وکړل، ترڅو د دغو رسنيو پرمټ په نړۍ کې اوخصوصاً په امت مسلمه کې د طالبانو محبوبيت کم کړي، امريکايان سره له دومره مالي لګښت و نه توانېدل چې طالبان مات کړي.
هغو خلکو ته وايم چې په طالبانو بې ځايه اعتراضات او تهمتونه لګوي، تاسې نه شئ کولی چې په ورته تهمتونو لګولو او اعتراضاتو کولو خپل او د بادارانو شکست پټ کړئ، که د طالبانو په اړه معلومات نه لرئ نو د هغوی رسنۍ تعقيب کړئ، يا يې د واک لاندې ساحو ته لاړشئ، بيا به درته معلومه شي چې طالبان څوک دي او هدف يې څه دی؟
په دې پوه شئ چې امريکايان او متحدين يې د ماتې درشل ته نيږدې شوي دي او ډېر ژر به ان شاء الله له ګران هېواده شرمېدلي او له ذلت ډک ووځي، د امريکا تاريخ وګورئ، هغوی چېرې هم خپلو مزدورانو ته وفادار نه دي پاتې شوي، بلکې خپل مزدوران يې په نيمايي لار کې پريښي دي چې لنډ مثال يې محب الله محب دی، چې په تېرو اتلس کالو کې يې د امريکا د خوښۍ ترلاسه کولو لپاره له هېڅ ناروا کارو درېغ و نه کړ خو چې اوس د امريکا د ګټو مخالفې څرګندونې يې وکړې، نه يوازې دا چې له امريکا څخه يې په ډېره بې عزتۍ را وشاړه بلکې د امريکا ويزه يې هم پرې بنده کړه او له اشرف غني يې وغوښتل چې بيا دې محب امريکا ته نه را لېږي او د نوموړي له دندې د ګوښه کولو غوښتنه يې هم ورڅخه کړې.
نور له بې ځايه مخالفته لاس واخلئ، خپل دين، هېواد او ولس ته ژمن پاتې شئ.



