قاطع ملاتړ: افغانستان کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲)

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت په يوه اعلاميه کې ويلي چې نن د جمعې په ورځ په دغه هيواد کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي دي.

غوڅ ملاتړ د يادو عسکرو د وژل کيدو ځای او څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي خو وايي چې دغه دوه عسکر د عملياتو پر مهال وژل شوي دي.

په اعلاميه کې راغلي، چې د امریکا د دفاع وزارت د پاليسۍ له مخې تر څلورويشت ساعتونو پورې د وژل شويو عسکرو هويت به نه په ډاګه کيږي.

ډيری مهال په افغانستان کې د چاپو، شپنيو عملياتو، چاودنو او سرتيري بريدونو پر مهال امریکايي او د ناټو نور عسکر وژل کيږي خو امريکايان د خپلې پاليسۍ پر اساس د هغوی تلفات نه په ډاګه کوي.

د روان ۲۰۱۹ميلادي کال له پيله تر دې دمه امريکا د خپلو څلورو عسکرو وژل کيدل په رسمي ډول منلي خو طالبان وايي په دغه موده کې تر دې څو چنده زیاتو امريکايي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا مهال د غوڅ ملاتړ تر قوماندې لاندې په افغانستان کې د بيلابيلو هېوادونو د اوولس زره په شاوخوا کې عسکر موجود دي چې د افغان عسکرو د روزنې، هغوی ته د مشورې ورکولو تر څنګ وخت ناوخت په شپنيو عملياتو، هوايي بريدونو او چاپو کې هم برخه اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button