کابل ټکی کام (جمعه، ۲وری، ۱۳۹۸ل)
د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو لخوا په ترسره شوي هوايي برید کې ۸ تنه ولسي خلک وژل شوي دي.
پرون د پنجشنبې په ورځ ناوخته د دشت ارچي ولسوالۍ آبدان دښته کوتل ته څېرمه امریکايي ځواکونو د ولسي خلکو پر یوه سراچه ډوله موټر د ډرون الوتکې په مټ هوايي برید ترسره کړ، چې له امله یې موټر ویجاړ شوی او په ترڅ کې یې ۸ تنه ولسي خلک وژل شوي دي.
په کندوز کې د شلمې فرقې رئیس ارکان هم دغه برید تایید کړی او زیاتوي چې امریکايي ځواکونو ددوی په غوښتنه او کواردیناتو په دشت آبدان سیمه کې یو موټر ویشتلی، چې دده په خبره ۹ تنه طالبان په کې وژل شوي دي.
له بل پلوه د سیمې خلک بیا د رئیس ارکان خبرې ردوي او زیاتوي، چې په سراچه موټر کې وژل شوي ټول عام خلک دي.
د محب الله په نوم یوه سیمه ییز وګړي د تیلیفون پر کرښه د پېښې د قربانیانو په اړه رسنیو ته داسې ویلي: « سراچه موټر بمبار شوی، جنت ګل، عبداللطیف، میرآغا، طالب جان، عطاء الله، خدایداد، رحیم او شیرمحمد په کې شهیدان شوي دي.»
د طالبانو ویاند ذبیح لله مجاهد هم په دغه پېښه کې د خپلو ملګرو وژل کېدل رد کړي او د پېښې قربانیان یې ولسي خلک یاد کړي دي.
















