کابل ټکی کام (جمعه، ۲وری، ۱۳۹۸ل)
د کندوز ولایت په مرکز کې د طالبانو او امریکايي+ کمانډو ځواکونو ترمنځ په یوه سخته جګړه کې طالبان وايي، چې ۱۸ تنه امریکايي او کمانډو پوځیان یې وژلي دي.
تیره شپه امریکايي پوځیانو او د ملي امنیت ځانګړې قطعې(کمانډو ځواکونو) د کندوز ولایت مرکز تیلاو سیمه کې د طالبانو پرضد چاڼیز عملیات ترسره کول، چې د طالبانو له ناڅاپي بریدونو سره مخ شول او سخته نښته رامنځ ته شوه.
نن سهار د کندوز ولایت یوې امنیتي سرچینې شمشاد تلویزون ته وویل، چې د تیرې شپې په جګړه کې ۲ تنه امریکايي پوځیان او ۵ کمانډو سرتیري وژل شوي او د یوه امریکايي پوځي او ۹ کمانډویانو په ګډون لس تنه ژول شوي دي او عملیات لاهم روان دي.
له بل پلوه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن ماښام رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ددغې جګړې د تازه حال په اړه ویلي، چې په دغه جګړه کې یې ۵ تنه امریکايي او ۱۳ کمانډو پوځیان وژلي او ۷ تنه امریکايي او ۱۱ کمانډو پوځیان یې ژوبل کړي دي.
په همدې مهال نن د جمعې په ورځ سهار وختي افغانستان کې د ناټو(پرېکنده ماموریت) ځواکونو په یوه لنډه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو پرمهال ۲ تنه امریکايي پوځیان وژل شوي؛ خو د وژل شوو پوځیانو هویت او د پېښې دقیق ځای په هکله یې نور جزیات نه دي خپاره کړي.
د امریکا ددفاع وزارت(پنټاګون) د خپلې تګلارې له مخې په افغانستان کې د خپلو وژل شوو پوځیانو د شمېرې او هویت په اړه تفصیلي معلومات د پېښې له اصلي وخت څخه ۲۴ ساعته وروسته خپروي.
















