ليکوال: غورځنګ
دا جمله مو شاید ډېره اورېدلي وي خو په عمل کې به مو چېرته نه وي ليدلي نو راځئ! تر يوې څېړنې وروسته يې په عملي بڼه هم وګورو!! چې تاريخ څنګه تکرارېږي؟؟
کله چې روسان د ا فغانستان له جګړې څخه ستړي او ستومانه شول نو غوښتل يې چې له افغانستان څخه خپلې پښې سپکې کړي، د دې لپاره يې ډاکټر نجيب په افغانستان کې د ولسمشر په توګه وټاکه، ډاکټر نجيب هم په ډېر اخلاص او ډېره مينه د روسانو لپاره دنده پيل کړه او دومره بېګناه افغانسنان يې د اشرارو په نوم شهيدان کړل چې شمېرل يې ګران کار دی، ډاکټر نجيب که له يوې خوا د روسانو د خوشحالولو لپاره افغانان په شهادت رسول نو له بلې خوا يې د هغه وخت له مجاهدينو څخه د سولې کولو غوښتنه هم کوله او ويل به يې چې مجاهدين بايد له ما سره په داسې حال کې سوله او روغه وکړي چې ولسمشر به هم يم او د روسانو ګټې به هم خوندي وي، ځکه يې د سټېج پر سر خبرو اترو ته زور ورکړ او مجاهدين به يې د سټېج پر سر په مختلفو تهمتونو باندې رنګول، خو د يادونې وړ ده چې ډاکټر نجيب د سولې ارمان له ځانه سره د دار له سره ګور ته يووړ او ارمان يې سر نه شو، بلکې د ولسي محکمې پواسطه محاکمه شو او د خپلو کړيو جنايتونو له امله په سزا ورسېدلو.
نو بايد ووايو چې تاريخ تکرارېږي او يو ځل بيا تېر حالت راپه زړه کوي او سړی دا فکر کوي چې ډاکټر اشرف غني هم کېدای شي د ډاکټر نجيب په برخليک او سرنوشت اخته شي او داسې فکر کېږي چې ډاکټر غني به هم د خپلې تېرې ژبې او خولې له امله د ولس محاکمې ته ځان وړاندې کوي. که څه هم ولسمشر غني په خوله د سولې نعرې او سورې وهي خو په عمل کې بيا د سولې تر ټولو کلک مخالف هم دی دی، چې د ولسمشر غني دا عمل د سولې پر وړاندې لوی خنډ بلل شوی دی، خو اوس تر ټولو عجيبه دا ده چې هغه امریکا چې تقريباً اتلس کاله يې بې درېغه مصارف د غني په اداره وکړل، اوس يې نږدې لاس ورڅخه اخيستی او په ځينو لوړ پوړو چارواکو باندې يې خپلې ويزې هم بندې کړې.
که لاړ شو او د ډاکټر نجيب تاريخ وګورو نو هلته به هم ووينو چې په وروستيو کې روسانو له ډاکټر نجيب څخه لاس واخيست او يوازې يې د افغانانو رحم او کرم ته پرېښود، په داسې حال کې چې د واک له پای ته رسېدلو سم يې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه يووړه خو هغوی هم پناه ورنه کړله او بلاخره د خپل جرم په سزا ورسېده.
نو سړی چې فکر وکړي د ډاکټر غني حالات هم د ډاکټر نجيب د حالاتو په څېر ښکاري او اوس دا دی کېدی شي په راتلونکي کې امريکا هم لاس ورڅخه واخلي.
او يو ځل بیا د ډاکټر نجيب تاریخ تکرارېدونکی دی.
نو ځکه دا جمله زمزمه کوو چې تاريخ تکرارېدونکی دی!!
















