کابلوف: د بهرنيانو له وتلو وروسته افغانستان کې د جګړو پيلولو خطر نه شته

"د ديموکراسۍ کليمې بد شهرت پيدا کړی؛ مونږ بايد له دغه نوم سره احتياط وکړو"

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۳)

د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، په افغانستان کې د اوربند له اعلان او بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به دغه هيواد کې هیڅ ډول جګړې نه رامنځته کيږي.

نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د چين، روسيې، امريکا او اروپايي اتحاديې د استازو له ګډ مجلس وروسته کړي دي.

کابلوف د تاس خبري اژانس ته په مرکه کې ويلی، ډيری خلک د بهرنيانو له وتلو وروسته په افغانستان کې د قدرت د خلا رامنځته کيدو او د داخلي جنګونو د پيل ويره لري خو په وينا يې يې که اوربند او د بهرنيانو وتل په سمه توګه اداره شي نو دغه ستونزې به رامنځته نه شي.

د کابلوف په وينا، دغه ناسته هم  يادې پروسې سره د مرستې په موخه ترسره شوې زياتوي افغانان بايد د خپلې خوښې حکومت جوړولو ته پريښودل شي، دا به یو نورمال نظام وي چې د طالبانو سره پرې خبرې روانې دي او دا په دې معنا نه چې طالبان پکې بشپړ وا ک ته ورسول شي.

دغه راز کابلوف وايي، د ديموکراتيک نظام په اړه غور روان دی خو په وينا يې د ديموکراسۍ کليمې بد شهرت موندلی او بايد په احتياط سره وکارول شي زياتوي “افغانان خپل عنعنوي دیموکراتیک نظام لري، د هغوی همدا نظام کولای شي د ډيموکراسۍ ډير اړخونه او عناصر پکې ځای شي، اصل خبره دا ده چې د افغانستان نوی حکومت باید د ټولو افغانانو حقوق تضمین کړي”.

کابلوف ويلي، ښايي د سولې پروسه زيات وخت ته اړتيا لري ځکه چې تير څلوېښت کاله په دغه هيواد کې جنګ دی نو ټول اړخونو سنجولو وروسته موافقې ته رسيدل مرستندوی تماميدلای شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button