سوداګرۍ خونه: افغان سوداګرو په ميلياردونو ډالر پانګه بهرنيو هيوادونو ته لېږدولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۳)
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسؤولين وايي، په تير ۱۳۹۷لمريز کال کې د ګواښونو له کبله ميلياردونه پانګه له افغانستانه ايستل شوې ده.
د یادې خونې د عامه اړيکو مشر او وياند جان اقا نويدد پانګې د ايستلو لامل د سوداګرو، پانګوالو او صرافانو تښتول او هغوی ته ګواښونه بولي.
د نوید په وينا، د سوداګرو او پانګوالو انديښنې او هغوی ته ګواښونه د دې لامل شوي چې خپلې پانګې کمې کړي او يا يې له افغانستانه نورو بهرنيو هېوادونو ته وليږدوي.
که څه هم نوموړي د ايستلې پانګې معلومه اندازه ونه ښوده خو زياتوي چې د افغانستان ميلياردونه ډالر پانګه امارات، پاکستان، هند او نورو هيوادونو ته ليږدول شوې ده.
د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، تير کال ۷۱ سوداګر او پانګه وال یا تښتول شوي، وژل شوي او يا ورته ګواښونه شوي دي.
له بله پلوه د افغانستان د صرافانو اتحاديه وايي، تير کال يوولس تنه صرافان او يا د کورنۍ غړي يې تښتول شوي زياتوي که حکومت د سوداګرو او صرافانو امنيت تامين نه کړي نو دوی به له هيواده د خپلې پانګې ايستلو ته اړ شي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د یوه صراف کوچنۍ لور وتښتول شوه چې وروسته بيا ووژل شوه او له هغې دوه ورځې وروسته بيا صرافانو په اعتراضيه ډول کاربنديز اعلان کړ او د خپل امنيت د تامين غوښتنه يې کړه.
د شنونکو په باور که افغان سوداګر، صرافان او تجاران خپلې پانګې بهرنيو هيوادونو ته اوباسي نو دا به د هيواد د اقتصاد لپاره يوه ستره ضربه وي.
شاوخوا درې اوونۍ مخکې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د وسلو ټول جوازونه ناچله دي او د وسلو لرونکي دې خپلې وسلې تسليم کړي خو په وينا يې د بيلابيلو ډلو او قومندانانو پورې تړليو سلګونه نا مسووله وسله والو لا هم خپلې وسلې نه دي تسليم کړي.
سوداګر او د کورنۍ غړي يې وايي، چې دوی ته د دغه نا مسووله وسله والو له لوري لوی ګواښ متوجه دی چې په وينا يې دغه کسان په اختطافونو، غلاوو کې لاس لري او وخت ناوخت سوداګرو ته ګواښونه کوي.



