کندز: د ګډو ځواکونو عملياتو کې ديارلس ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۳)

د راپورونو له مخې، د کندز ولايت د مرکز مربوط په حق العبور سيمه کې د ګډو ځواکونو د هوايي بريدنو په ترڅ کې ديارلس ملکي وګړي وژل شوي دي.

ځايي اوسيدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د وژل شويو کسانو جسدونه د کندز ښار ته راوړي او حکومت پرضد يې شعارونه ورکول.

له تيرو څو ورځو راهيسې افغان او بهرنيو ځواکونو د کندز مرکز سيمو کې د طالبانو پرضد عمليات پيل کړي چې د طالب وياند ذبیح الله مجاهد په وينا د جګړې پر مهال د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوي  زياتوي ” د دوه شپو او یوې ورځې په لړ کې ۵ تنه امریکايي، ۷  تنه د صفرنهه، ۱۰ تنه د سپيشل فورس عسکر ووژل شول”.

مجاهد وايي، کله چې دښمن په علمیاتو کې له سخت غبرګون او درنو تلفاتو سره مخ شو، نو يې د عامو خلکو د کورونو په بمبار او وژلو پیل وکړ.

د وژل شويو کسانو خپلوان وايي، دوی د دولت اړوند سيمه کې د عملياتو له ساحې ډير ليرې دي خو بيا هم ګډو ځواکونو دوی په نښه او وژلي دي.

په وژل شويو کې ماشومان او ميرمنې هم شاملې دي.

په وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال تر ډيره ملکي وګړي هدف ګرځي خو تر دې مهاله يې بشري بنسټونو، یوناما او په افغانستان کې د بشري حقونو ادارو ملکيانو ته د تلفاتو اوښتو مخنيوي باره کې جدي اقدامات نه دي کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button