اوسنۍ ښځې نو څه ډول حقوق غواړي؟

لیکوال: امین وردګ
زه خو نه پوهېږم چې دا ښځې به نو ته وا اوس له موږ نه څه ډول حقوق غواړي؟
که اسلامي حقوق غواړي نو کوم بدبخته به پرې منکریږي او نه به یې ورکوي؟ که یې څوک په حقوقو منکر شي او یا خو يې لږترلږه ورنکړي ؛ نو آیا ایمان او اسلامیت ته به یې صدمه و نه رسيږي؟
مګر که غیر اسلامي حقوق يې په نظر کې نیولي وي؛ نو په غیر اسلامي ټولنو کې خو ښځې بلکل بشري او جنسي حقوق نه لري.
ښځې باید پدې هکله ژوره کتنه وکړي.
د اسلام له راتګ نه وړاندې خو ښځو آن د ژوند کولو حق هم نه لرلو، مګر کومې ښځې به که ژوندۍ پاتې شوې وې، هغوی به داسې له ذلت نه ډک ژوند کولو چې مرګ یو پر دوه پرې ښه ؤ.
تاسو خو د اسلام له راتګ نه وړاندې د ښځو ژوند او موقف ته یو ځغلند نظر وکړئ کنه!
یوازې اسلام دی چې ښځه یې بشر وبلله او د عزت پوړنی یې ور په سر کړ ؛ پلار، ورور او مېړه یې ورته خادمان او دا یې پرې باداره مقرره کړه او په کور یې داسې ورته کېنوله؛ چې هغوی به هر څه ورته راوړي؛ خو دا او اولادونه به یې ((خوري، څښي مګر حساب به نه مني)) نن هم په غیر اسلامي ټولنو کې د ښځې تر موقف د یوه حیوان موقف لوړ او د قدر وړ بلل کيږي، مګر اسلام کاملاً برعکس حق ورکړی دی او ورکوي یې.
تاسو وګورئ!
په غیر اسلامي ټولنو کې ښځه تل د یوې وسیلې په توګه کارول شوې ده! مانا دا چې: یوازې هغه ښځې مطرح شوې؛ کومې چې بدني ښکلا او یاثروت ولري ؛ که کومه ښځه له دغو دواړو ځانګړتیاوو څخه بې برخې وه ؛ نو د هغې غریبې غږ بیا څوک نه آوري.
ښکلا یې هم یوازې د قدرتمنو او ثروتمنو په پښو کې لوغوول کیږي، ځکه چې له هغوی نه د خپل پت او عفت په بدل کې ثروت تر لاسه کوي او هغه بدمرغه ثروت بیا هغې ورځې ته ساتي؛ چې کله یې ښکلا له منځه لاړه شي.
یو نارینه کولای شي چې قدرت او ثروت د لیاقت له امله تر لاسه کړي، مګر متأصفانه! ښځې ته حتمي ده چې عفت به یې د قدرت قیمت ګرځي، بیا به مقام ته رسیږي.
دا هېڅ امکان نه لري چې یوه ښځه دې د سیاست په ډګر کې په داسې حالت کې له نارینه وو سره ډغرې ووهلای شي؛ چې پت او عفت يې له لاسه نه وي ورکړي.
زما دا یقین دی چې تر څو کومې ښځې خپل ښځینه پت ساتلی وي؛ هغه د پردیو نارینه وو سره د نېغ برخورد جرئت نه لري او دا یو تریخ حقیقت دی!
که څه هم چې ډېری ښځې به دا راسره و نه مني او پرما به ډېر بد هم ووایي؛ مګر! که یوازې په خپل ځان کې فکر وکړي هم زما لپاره کافي ده.
راځئ چې حق او حقیقت ووایو:
تاسو وګورئ او وجداني قضاوت وکړئ! آیا تر اوسه مو په تلویزیوني شبکو، تجارتي اعلاناتو، دولتي – یا غیر دولتي دوائرو ، هوایي خدمه وو او یا خانندګانو کې کومه بدرنګه ښځه لیدلې؟
نه! ځکه چې که کومه ښځه بدني ښکلا او (یا د دغې ښکلا د کارولو له امله لاسته راوړی) ثروت و نه لري؛ څوک د سیاست او بزنس په قافله کې د تګ اجازه نشي ورکولای.
نن چې د ښځو له بدني ښکلا څخه څومره ناوړه ګټه اخیستل کیږي؛ په تاریخ کې ساری نه لري.
هېڅ داسې خارجي دفتر به ماته اوس څوک را و نه ښيي؛ چې هلته دې کومه نازکه، جذابه او کم سنه نجلۍ نه وي.
دولتي ادارات هم زیاتره له ښکلو او نازکو نجونو څخه ډک دي.
لنډه یې دا چې اوس نه په داسې ښځو کې (چې له پردیو نارینه وو سره د هر مېز شاته غاړه غړۍ وي) پت او عفت پاتې دی او نه یې په پلارونو، وروڼو او میړونو کې.
نو که چېرې دا بې لارې، خپلسرې او بې باکه ښځې له ریښتينو افغان مبارزینو څخه د دا ډول حقوقو د تر لاسه کولو تمه لري؛ نو هسې به په نارو او غرغړو کومي ستړی کړي مګر څه به لاسته را نه وړي.
هیله کوم چې هره ښځه باید یوازې هغو ته حقوق ووایي؛ کوم چې اسلام او قرآن ورکړي؛ صبر – قناعت دې پرې وکړي چې له نني او سباني ژوند نه خوند واخلي او د تاریخ په پاڼو کې د نن او سبا داغ نشي.



