ایس ډي ایف: د سوريې پر خاوره د داعش واکمني په مکمله توګه ختمه شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۴)

د سوريې ديموکراتيک يا “ایس ډي ايف” ځواکونه وايي په دغه هيواد کې يې داعش ډله په مکمله توګه ختمه کړې ده.

د ايس ډي ايف وياند مصطفی بالي ويلي، په سوريه کې يې د داعش پنځه کلن خلافت پای ته رسولی او د هغوی وروستی پناه ځای باغوز يې هم ترې نيولی دی.

بالي وايي، د داعش په نوم خلافت چې يو مهال يې په سوريه او عراق کې زیاتې سيمې لاندې کړې وې اوس ختم شوی دی.

د مارچ په لومړيو کې د سوريې ځواکونو په باغوز کې د داعش په وروستي پناه ځآی عمليات پيل کړل چې تيره ورځ د دغه ځواکونو وياند وويل یاده سيمه يې نيولې.

مصطفی بالي په یوه ټویټر پیغام کې ليکلي:”د سوریې دیموکراتیک ځواکونه د تش په نامه خلافت بشپړ له منځه تګ او د داعش ډلې له لاسه د دوی ټولې ساحې وتل اعلانوي”.

په باغوز کې د سلګونو داعشيانو د تسليميدو تر څنګ په زيات شمير کې ملکي خلکو هم پناه اخيستې وه چې د چارواکو په وينا د  ملکيانو لپاره جوړو شويو پنډغالو ته انتقال شوي دي.

داعش ډلې د ۲۰۱۴م کال په جون مياشت کې په عراق او سوريه کې د دوی تر واک لاندې سيمو کې د خلافت اعلان وکړ.

داعش د خپلې تګلارې سره سم د عراق او سوريې په ځينو ولايتونو کې ګڼ کسان د ګوډاګيتوب، خيانت، کفر او شيعه توب په نومو ووژل او په ګڼ ميشتو ځايونو کې يې چاودنې کولې.

دغه راز کردي، دیموکراتيکو او د نړيوال ائيتلاف ځواکونو هم په یاده موده کې د داعش په نوم زرګونه ملکیان په بمباريو او عملياتو کې وژلي دي .

کردي او د سوريې ديموکراتيکو ځواکونو په ۲۰۱۵م کال کې د نړيوال ائيتلاف په ملاتړ د داعش پرضد عمليات پيل کړي و.

که څه هم چارواکي په عراق او سوريه کې د داعش ډلې د ختميدلواعلان کوي خو لا هم د دغه ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي چې پخوا يې څو ځلې د مرګ او ژوند راپورونه خپاره شوي معلومات نه شته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button