حکومت لوري دهلمند دپرونۍ جګړې له تلفاتو پرده پورته کړه

کابل ټکی کام(یک شنبه،۴ وری،۱۳۹۸ ل)

راپورونه وايي چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې امنیتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

په مشرانو جرګه کې د هلمند سناتور او ددې جرګې د دفاعي کمیټې مشر هاشم الکوزي رسنیو ته منلې چې د دواړو خواوو په جګړه کې ۴۸ امنیتي سرتیري او لس د سنګوریانو په نوم دولت پلوي ملیشه ځواکونه وژل شوي او ۳۸ نور یې ټپیان دي.

نوموړی وايي په دې جګړه کې اوه پولیس هم وژل شوي دي.

یادونه باید وکړو چې حکومتي لوری ډېری وخت خپل تلفات له رسنیو پټوي تر څو دخپلو عساکرو مورال نورمال وساتي،خوبیاهم داددوی تر وس نده پوره چې دهېوادوالوله نظره خپله مرګ ژوبله پټه وساتي.

په دې وروستیوکې چې وسلوالوطالبانودقرارګاوو،اوولسوالیوپه نیولوسره پرمختللیو اسلحوته لاس رسی موندلی، نوددولتي لوري تلفاتو حیرانونکی اړخ غوره کړی!

کارپوهان وايي که دسولې خبرې کومه نتیجه ورنکړي  راتلونکی پسرلی به دخونړیو جګړو شاهدان اووسو.

طالبانو په سنګین ولسوالۍ د شنبې (وری ۳/مارچ۲۳) په ورځ سهار مهال بریدونه  کړي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button