دامریکا دسفارت مرستیالې؛دانش دسولې مذاکراتو له پرمختګ خبرکړی

کابل ټکی کام (یک شنبه،۴وری،۱۳۹۸ ل)
نن په کابل کې د امریکاد سفارت مرستیالې کرن دیکر د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي. د دویم مرستیال له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې کرن، دانش ته د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي. سرچینه کاږي، په دې لیدنه د سولې د خبرو په بهیر کې پر شفافیت، د سولې په پروسه کې ټولو دخیلو لوریو په ځانګړې توګه د افغانستان خلکو او مدني بنسټونو ته د دقیقو معلوماتو پر رسولو ټینګار شوی دی. د سرچینې په خبره، سرور دانش زیاته کړه، د افغانستان د خلکو په استازیتوب افغان حکومت په هیواد کې تلپاتې سولې ته ژمن دی او په دې بهیر کې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې خپل اصلي لومړیتوب بولي.
داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې دملي امنیت سلاکار حمدالله محب، دامریکایي ټیم پر مشر؛ زلمي خلیلزاد سخت انتقادونه وکړل چې ګویا دقطر له مذاکراتو کابل بې برخې اوناخبر دی، او ورسره همهاله امریکا سخت غبرګون وښود، اومحب یې له بندیزونو اوحتی له واک دغورځولو تر بریده ورساوه، دا اول ځل دی چې دامریکا سفارت کابل ته دمذاکراتو خبر ورکوي، خو لا مالومه نده چې دابه رښتیني معلومات اوکه کابل ته په سترګو کې خاورې اچول وي.



