کابل ټکی کام (یک شنبه،۴وری،۱۳۹۸ ل)
په افغانستان کې دولسمشرۍ انتخاباتو د کانديدانو مشورتي جرګې ،په يوه ګډه اعلاميه کې له حکومت څخه په جدي توکه د کانديدانو د امنيت ساتنې غوښتنه کړې،اعلاميه زیاتوي؛ وروستيو کې سياسي ترورونو زور اخيستی او د حکومت مشرانو له نورو کانديدانو سره ،نيږدې يوه مياشت مخکې ژمنه کړې وه چې ،د کانديدانو امنيت ته به جدي پام کوي ،خو تر دې دمه حکومت په دې برخه کې هيڅ اقدام نه دی کړی.
داغوښتنه په داسې حال کې کیږي چې پرون داروزګان دخلکو استازی، اووتلی شخص عبیدالله بارکزی دکندهار ولایت په یوه محفوظه سیمه کې ووژل شو، طالبانو دنوموړي په وژنه کې لاس لرل رد کړل، خو ډیری سیاسي،اونظامي څېړونکو دنوموړي وژنه دحکومت سیاسي ترور وباله.
















