کابل ټکی کام (یک شنبه،۴وری،۱۳۹۸ ل)
د پنجشېر لسګونو اوسېدونکو د پولیسو د ځانګړې قطعې په عملیاتو کې د یوه مشکوک کس د نیول کېدو پر وړاندې چې د دوی په وینا ملکي وګړی دی، مظاهره وکړه.
معترضین وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه وروسته له دې چې د حسیب قوای مرکز په نوم د یوه خپلسري وسله وال په نیولو کې پاتې راغلل، یو کس له ځان سره بوته.
د پنجشېر سیمه ییزو چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د عنابې ولسوالۍ په زمانکو سیمه کې د حسیب قوای مرکز د نیولو لپاره عملیات وکړل، مګر له څو ساعته نښتې وروسته د هغه په نیولو کې پاتې راغلل او تورن په تېښته بریالی شو.
د سرچینې په وینا، په دې نښته کې د پولیسو درې سرتېري ټپیان شول.
حسیب قوای مرکز د هغو لسګونو زورواکو له ډلې دی چې نوم یې د خپلسرو وسله والو د لرلو له کبله د کورنیو چارو وزارت د تعقیب لاندې کسانو په فهرست کې دی.
بلې خواته قومندان حسیب په یو ویډیويي پیغام کې خپلوملاتړو ته دخپلې روغتیا په اړه ډاډګېرنه ورکړې، اوحکومت ته یې ګوتڅنډنه کړې؛ که حکومت بیا دده خلاف فوځي اقدام وکړي، سخت ځواب به ورکړي.

















