هلمند: د برېښنا پروژه کې فساد شوی؛ د فعالانو ګواښ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۵)

د هلمند مدني فعالان وايي، د هلمند د برېښنا په هغه پروژه کې پراخ فساد شوی چې له کجکي ولسوالۍ څخه يې د ۴۵ ميليونه ډالرو په ارزښت لښکرګاه ته مزي لېږدول.

د دغه ولايت مدني فعال عبدالخالق ځواکمن وايي، د برېښنا ستنو او مزو لپاره د پنځه څلوېښت ميليون ډالرو په ارزښت پروژه پيل شوې وه او داسې مزي پکې کارول شوي چې د برېښنا د لېږد وړتيا نه لري.

مدني فعالانو ګواښ وکړ که روانه مياشت کې د تړون له مخې مزي تير نه شي؛ دوی به غیر ظرفيت لرونکې ستنې ړنګې او مزې وشلوي.

په عين حال کې د هلمند د والي وياند یاسين خان هم مني چې يادې پروژه کې د شوي تړون پر اساس کار نه دی شوی نو ځکه يې دغه پروژه تړلې ده.

هغه وايي، د بې کيفيته ستنو او مزو تيرولو له کبله يې د يادې پروژې کار بند کړی او دا مهال د برېښنا په بخوانيو مزيو هلمند او کندهار ته برېښنا لېږدول شوې ده.

تر اوسه د یادې پروژې مسؤولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې په سړکونو، ودانيزو چارو او ګڼو پروژو کې د فساد له کبله غير معياري او بې کيفيته مواد کارول شوي چې د څو کلونو په تيريدو ډيری سړکونه، ودانۍ او پلونه د غير معياري کار له امله له کاره لويدلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button