دهلمند ولایت دملي امنیت ټپي شوی مرستیال ومړ

کابل ټکی کام(دوشنبه،۵وری،۱۳۹۸ ل)

د هلمندولایت د ملي امنيت مرستيال اصف خان​ د ژورو ټپونو له امله ومړ.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک رسنیوته وویل چې اصف خان د بزګر د ورځې د جشن پر مهال په چاودنه کې سخت ټپي شوی و چې د ژورو ټپونو له امله‌يې د دوشنبې په سهار ساه ورکړه.

ځواک وويل، د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی، خو د لښکرګاه د اېمرجنسي روغتون يوې سرچينې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې له ۴۵ ټپيانو د ځینو روغتيايي حالت خراب دی چې په دې کې د هلمند د ځوانانو امر غلام غوث داوري هم شامل دی.

سرچينې وويل، که هغه کسان چې روغتيايي حالت‌يې ښه نه‌دی، بل ځای انتقال نه‌شي، امکان لري چې نور هم تلف شي.

د بزګر د ورځي په جشن کې د بريد پړه طالبانو په غاړه اخيستې ده چې ګڼ شمېر رئيسان او دولتي مأمورين په‌کې ټيپان او ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button