ډېلي مېل په کندوز ولایت کې دوژل شویو امریکایانو هویت په ډاګه کړ

کابل ټکی کام(دوشنبه،۵وری،۱۳۹۸ ل)

دبريتانیا ورځپاڼې ډېلي مېل په خپله پرونۍ ګڼه کې د هغو دوو امريکايي پوځيانو هويت په ډاګه کړى چې د جمعې په ورځ د افغانستان په شمال کې د پوځي عملياتو پر مهال وژل شوي دي.

يو يې ٢٩ کلن جوزيف پي. کولېت (Joseph P. Collette) او بل ٣٣ کلن وېل ډي. لېندسي (Will D. Lindsay) نومېږي.

د امريکا دفاع وزارت د جمعې په ورځ ويلي وو، تر هغو چې د وژل شويو پوځيانو کورنيو ته احوال نه‌وي ورکړل شوى، د هغوى هويت نه‌اعلانوي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې ويل شوي، په روان ٢٠١٩ میلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر ٤ ته ورسېد.

د ډېلي مېل ورځپاڼې په حواله، خو په ٢٠١٨ میلادي کال کې په افغانستان کې ١٢ امريکايي پوځيان وژل شوي وو او دغه وژنې د افغانستان غوندې جګړه ځپلي هېواد ته د سولې د راتلو په هڅو کې ستونزې په ډاګه کوي.

په مطلب کې راغلي، په افغانستان کې د نړيوال ائتلاف د مأموريت له پيله ١٨ کاله اوړي او دا مهال په افغانستان کې د دېره امريکايي پوځيانو شمېر شااوخوا ١٤٠٠٠ ته رسېږي.

د امريکا ځانګړو ځواکونو يوه قوماندان چې وژل شوي پوځي لېندسي يې په قطعه کې غړيتوب درلود ويلي، د لېندسي پر وژل کېدو د ده ملګري سخت خوابدي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره هڅه کوي، د مذاکرو له لارې روانې شخړې ته حل لار پيدا کړي.

د طالبانو د استازو او د امريکا د پلاوي ترمنځ د مذاکرو پنځم پړاو چې ١٦ ورځې يې دوام وکړ، د مارچ پر ١٢مه پاى ته ورسېد.

که څه هم دواړو لورو په دغو مذاکرو کې د پرمختګ خبر ورکړى، خو نه‌يې دي ويلي چې کومه موافقه دې شوې وي.

ورځپاڼه ليکي چې د امريکا دغه دوه پوځيان په کندز ولايت کې وژل شوي دي.

یادونه باید وکړو چې امریکایي لوري ته همیش تلفات اوړي خو دنوې پالیسۍ له لارې امریکايي چارواکي دغه شمېره نه په ډاګه کوي، ترڅو دوی په دغه جګړه کړې خپل تلفات دنشت برابرحساب کړي، اودامریکايي ولس له غبرګون څخه ځان وژغوري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button