داسې ماشوم زيږيدلی چې بل ماشوم يې په نس کې و

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۶)

په کولمبيا هيواد کې يو داسې ماشوم زيږيدلی چې په نس کې يې بل ماشوم هم جوړ شوی و.

ډاکټرانو د دغه ماشوم عمليات کړي او له نس څخه يې بل ماشوم چې لا پوره نه و جوړ شوی ترې را ايستلی دی.

روغتياپالان وايي، دغه ډول پيښې په هرو پنځه سوه زره غبرګوونکو زيږېدونکو ماشومانو کې یوه کيدای شي.

کیدلی شي چې دغه ډول وضعيت د اميندوارۍ پر مهال او يا له ولادت وروسته هم ناڅرګند پاتې شي خو ډاکټران له پر دغه ماشوم له زيږېدو وړاندې پوهيدلي و چې په اووه ديرشمه اوونۍ د مور له نس څخه سزارين عملياتو له لارې راويستل شو او یوه وروسته وروسته عمليات کړای شو.

له څيړنو وروسته ډاکټرانو ته معلومه شوه چې د ماشوم په نس کې کتله د هغه غبرګوونکی خور یا ورور و چې يوازې یوه سترګه، یو غاښ او لږ ويښتان يې لرل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button