کابل ټکی کام(سه شنبه،۶وری،۱۳۹۸ ل)
د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې ، که څه هم د جوزا له لومړۍ يو وار بيا د سرپرست حکومت په جوړيدو ټينګار کړی ،خو د عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې يې ویلي چې د موقت حکومت جوړيدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر وروستۍ خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده. د یاد ټیم له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د عمران خان دا څرګندونې د نړیوالو ډیپلوماټیکو اصولو خلاف دي او پرته له دې چې د خلکو غبرګونونه راوپاروي نور هيڅ ګټه نه لري. سرچینه کاږې دا ډول بې مسوولیته څرګندونې د دواړو هېوادونو اړیکو ته سخته ضربه رسولی شي. خبرپاڼه کاږي، د سولې او اعتدال ټیم د هغه دا څرګندونې په کلکو ټکو غندي او تاکید کوي چې دا مسایل په افغانانو پورې اړه لري او دوی به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
داپه داسې حال کې ده چې څوورځې وړاندې حنیف اتمر په بلخ ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې دموقت حکومت غوښتنه وکړه، له دې سره متصل عمران خان هم دافغانستان دقضیې حل موقت حکومت یادکړ.

















