ليکوال: غورځنګ
دا چې د مفکر د نوم او کليمې له اورېدلو سره د هر عاقل ذهن ته څنګه قواره، شخصيت او عقل او هوښيارتيا بېلګه وړاندې کېږي، بل دا چې په کوم انسان چې څه ډول نوم کېښودل شي ا و يا هم ځانته کوم تخلص غوره کوي نو د هغه تخلص او نوم چې کوم ډول حق وي هغه بايد پکې موجود وي، خو دا اصول هم امريکايي چارواکو تر پښو لاندې کړل او ټولې نړۍ ته يې وښودله چې انسان بايد نوم ته ونه ګوري بلکې په که چېرته په هر کسب او کار کې شهرت ومومي نو هم بايد د مفکر په نامه ونومول شي، ځکه يې نو د خپلو دې ډول اصولو د تطبيق لًپاره زمونږ ګران هېواد او ولس ته (اشرف غني) ډالۍ کړ او دويم نړيوال مفکر نوم يې پرې کېښودلو، تر څو نړۍ ته وښيي چې که مونږ وغواړو هر څوک مفکر کولی شو او هر چا ته د مفکر لقب ورکولی شو.
راځو دې ته چې اشرف غني د فکر په ترازو کې وتلو چې رښتيا مفکر دی او که څنګه؟
لومړی خو دا چې د يوه هېواد د امير، ولسمشر، پاچا او يا هم رئيس جمهور لپاره ښايي چې د خپل ولس له ژبې، اشعارو، ديني اعتقاداتو، رسومو او هر اړخ سره ځان اشنا کړي، نو که بيا چېرته دغه ډول شخص ته چې د خپل ولس په هر اړخ باندې اګاه وي؛ د نړيوال دويم مفکر لقب او نوم ورکړل شي نو بده به نه وي، خو يوه داسې شخص ته د نړيوال مفکر نوم ورکول چې د اسلام د پيغمبر لمسيان (معاذالله) الله ج ته منسوبوي؛ له انسانيت او رښتينو نړيوالو مفکرينو سره ستره جفا او ظلم دی.
دويم دا چې نړيوال مفکر بايد تر هر څه دمخه انساني کرامت ته ژمن وي او خپل ولس باندې خو بايد دومره ودردېږي لکه څومره چې په خپلو بچيانو او اولادونو دردېږي، په داسې حال کې چې ولسمشر غني په ځينو غونډو کې په ډېر افتخار سره وايي چې په واکمنۍ کې يې تقريباً څلوېښت زره عسکر وژل شوي دي او يا هم داسې په ځغرده وايي چې زمونږ د اردو، پوليسو او نورو نظامي او فرهنګي ارګانونو قرباني د امريکا د امنيت لپاره ده. نو له دې وجې داسې يوه شخص ته د دويم نړيوال مفکر نوم ورکول زما په نظر له نورو مفکرينو سره جفا ده.
درېم دا چې د يوه هېواد ولسمشر بايد په کلکه له پرديو څخه د خپل ولس ننګه وکړي په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشر (غني) د ولس د بمبارولو لپاره له امريکايانو مستقيمه مرسته غواړي او بيا په بريد کې وژل شوي ولسي وګړي (ښځې، سپين ږيري او ماشومان) د طالبانو په نامه يادوي.
چې دا عمل هم د نړيوال مفکر له نوم سره نه ښايي.
څلورم دا چې نړيوال مفکر بايد د خپل ولس ارزښتونو او ملي نواميسو ته تر ټولو کلک ژمن وي، خو ولسمشر غني بيا په خپله واکمنۍ؟؟؟ کې په ډېر افتخار سره د ستر غازي (وزير محمد اکبرخان) اتلې ملالې ميوندۍ او نورو ملي او اسلامي اشخاصو په نومونو امريکايي ظالمو او هغو جنرالانو ته چې لاسونه يې د معصومو افغانانو په وينو سره دي؛ مډالونه ورکړل، چې دا پخپله له ولس سره تر ټولو ستره جفا خيانت دی. نو دا ډول کړنه د يوه نړيوال مفکر له نوم او شان سره بلکل نه ښايي.
د د نړيوال مفکر په نامه د ولسمشر غني پورتنۍ کړنې خو مشت نمونه خروار دي، نو ځکه مونږ هم پرې اکتفاء کوو او په پای کې بايد ووايو چې اسلامي ټولنه تل په دغه ډول اشخاصو سره د اشغال په لومو او دامونو کې راګيره شوې ده، نو بايد چې په راتلونکو کې دغه ډول اشخاصو ته متوجه وي.

















