کابل ټکی کام(سه شنبه،۶وری،۱۳۹۸ ل)
د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې تېره شپه د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د یو کلي پنځه اوسېدونکي وژلي دي. د هغوی په خبره د پېښې قربانیان څلور ښځې او یو ماشوم دی.هغوی په دې پېښه کې وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم وبلل، خو په کابل کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند ډيبرا رچرډسن ويلي، چې په دې عملیاتو کې د سروبي ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال له شپږو ملګرو سره وژل شوى دى. د ډبیرا په خبره په دې پېښه کې څلور مېرمنې او يو ماشوم هم وژل شوي دي. هغې زیاته کړې، دوى تل هڅه کړې چې د ملکي تلفاتو مخه ونيسي او د دې بدې پېښې په اړه يې له افغان ځواکونو سره په ګډه پلټنې پيل کړې دي.
داپه داسې حال کې ده چې وروستۍ درې ونۍ دملکیانو مرګ ژوبله بې حده زیاته شوې، امریکا اوکابل دملکیانو دمرګ ژوبلې دکمولو نعرې وهي خودعمل په میدان کې ښکاري چې دملکیانو وژنه ددوی اصلي هدف دی.

















