(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۷)
د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ د بهرنيو ځواکونو په زغره وال ماین چاودنه شوې چې د طالبانو په وينا بهرنيو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه چادونه پرون ماښام د يادې ولسوالۍ مربوط د ډوېر دښت په سیمه کې په امريکايي عسکرو شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، د چاودنې له امله ټانګ په بشپړه توګه ويجاړ شوی او پکې ناستو (يرغلګرو عسکرو) ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند امنيتي سرچینې په ياده سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو چاودنه تاييدوي خو تر اوسه په افغانستان کې میشت بهرنيو ځواکونو په ياده چاودنه کې عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ويلي.
که څه هم بهرنيانو خپلې ګزمې کمې کړي خو کله چې هم له خپلو پوځي مرکزونو د عملیاتو په موخه راووځي نو د طالبانو د چاودنو، سرتيرو او وسله والو بريدونو سره مخ کيږي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسې له مخې نه اعلانوي.

















