انجنیر عمیر ویاړ
د استعمار شویو هیوادونو د لاسپوڅو مشرانو دا نیچر او طبیعیت دی چې د خپل هیواد استعمارګر هر ډول مداخله زغمي او مداخلو ته یې د مرستو نوم ورکوي او د بل هیواد مشورې ته هم د مداخلې نوم ورکوي او په وړاندې یې عکس العمل ښیي.
اوس چې وګورو په افغانستان کې د امریکا په لاس جوړ شوی حکومت د امریکا پر ټولو نادودو، مداخلو، خپلسریو آن د هیوادوالو پر بې ګناه وژلو هم خپلې خولې ته غټ قلف اچولی، که امریکا د افغانستان قیمتي ډبرې غلا کوي، که څوک نیسي که څوک زنداني کوي که د چا په کور د محکمې له اجازې پرته ورننوځي او د خلکو خویندې میندې بې عزته او بې پته کوي او که په سیاسي توګه یې والیان مقرروي او که منفکوي یې هغې ته د یوناما نوم ورکوي چې ګوندې استخدام او منفکي ټوله د یوناما لاس کې ده.
حال دا چې یوناما پخپله امریکا ده، خو د عمران خان له خولې چې یوه کوچنۍ خبره ووته نو هغه یې غیر مسؤلانه ګڼلې او دا یې د افغانستان په چارو کې څرګنده لاسوهنه بللې او د سفیر مرستیال یې احضار کړی او د افغانستان سفیر یې له اسلام اباده بیرته راغوښتی.
دې ته بیا په ډیره بې شرمانه توګه وایي چې د عمران خبرې زمونږ ملي حاکمیت ته زیان رسولی، حال دا چې له امریکا سره د قضایی مصؤنیت تړون لاس کړی او د مصؤنیت تړون معنی داده چې که امریکایان په افغانستان کې ډول جنایات ترسره کوي نو هیڅوک حق نلري چې له هغه پوښتنه وکړي او یا یې محکمې ته کش کړي.
د امریکا لاسپوڅی او تالي څټی د عمران د وروستیو خبرو پر وړاندې راپاریږي خو د امریکایانو او د هغوی د متحدینو د هر ډول جنایاتو په اړه هیڅ ډول حرکت هم نه کوي که دا حکومت همداسې پاتې شو نو خپل هیوادوال به هم د بهرینو په غلامۍ کې داسې ګیر کړي چې په آسانۍ سره به بیا دغه غیرتي قوم د غلامۍ له پنجو ځانونه خلاص نه کړای شي، نو اوس هم سر وخت دی چې ملت د دغه غلام حکومت د چپه کولو لپاره هیڅ راز هاند او هڅې ونه سپموي او له خپلو مجاهدو وروڼو سره اوږه پر اوږه کار وکړي او خپل استقلالیت ترلاسه کړي.
ملت حق لري پوښتنه وکړي چې ولې د عمران خان پر یوه خبره دومره سخت منفي عکس العمل او د امریکایانو د ټولو بې شمیره نادودو پر وړاندې دا حکومت چُپه خوله پاتې دی؟ یو حکومت او په یوه وخت کې دوه پالیسي پر مخ وړل، یعنی یک بام و دو هوا.

















