کابل ټکی کام(چهارشنبه،۷وری،۱۳۹۸ ل)
دوه اونۍ مخکې حمدالله محب دامریکا په ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد توندې نیوکې وکړې اوخلیلزاد یې دسولې په روان بهیر کې دشخصي ګټوپه ساتلو تورن کړ،هماغه وه چې دامریکاد بهرنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړه اوزیاته یې کړه چې د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محب تردې وروسته د امریکا ویزه نشي اخیستلای، او امریکایي چارواکي به نور له محب سره اړیکې قطع کړي.
داسې ګنګوسې هم اوریدل کیږي چې محب به په نیژدې وخت کې له دندې ګوښه او پر ځای به د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل مقرر شي.
د امریکا او اشرف غني د اړیکو ترینګلتیا هغه اوج ته په رسیدو شوه، چې کله د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې دبندو دروازو ترشا پیل شوې او اشرف غني پکې منزوئ شو.
نن ورځ رويټرز خبري آژانس په خپل راپور کې ویلی چې د اشرف غني او امریکا اړیکې مخ په خرابیدو دي، امریکا غواړي چې نور افغانستان څخه ووځي او طالبانو سره د افغان کړکیچ لپاره حل لاره پیداکړي.
بلخوا بیا اشرف غني ناکامې هڅې کوي چې د طالبانو او امریکا د روانو خبرو لړۍ سبوتاژ کړي، ځکه چې اشرف غني ته د سولې پر نسبت واک مهم دی او نه غواړي چې روانه جګړه پای ومومي.
راپور څرګندوي چې ښایي امریکا به د اشرف غني سره هم اړیکې قطع کړي او د محب په څېر به یې منزوی کړي، ځکه چې محب د امریکا ګټو ته پاملرنه و نه کړه.
اشرف غني هم هڅه کوي چې یو ځل بیا واکمن شي، په داسې حال کې چې د امریکا ګټې او اوسنی سیاسي حالت دا نه ایجابوي چې امریکا د سولې پر ځای جګړې ته اولیت ورکړي.
اشرف غني دواک په لومړیو کې دسولې نعرې په خورا تیزۍ سره بدرګه کولې، اوویل به یې که زما دسر په قربانۍ سوله راځي! هم تیار یم، خو اوس چې دسولې څرک ډېر لیدل کېږي، اوافغان ملت دسولې راتګ خپل ژوندګڼي، ولسمشر ته له سولې څخه دوینو بوی ورځي، اودامریکایانو حضورخپله نېکمرغي بولي.


















