روسیه:سوله کې دجانبینو توافق ضروري دی

کابل ټکی کام(چهارشنبه،۷وری،۱۳۹۸ ل)

په کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیتسکي وايي له توافق پرته په افغانستان کې سوله ناممکنه ده.

هغه له طلوع‌ نیوز سره په مرکه کې ویلي د سولې له پروسې کومه اندېښنه نه لرو، خو که بهرني ځواکونه له کوم توافق پرته ووځي، سوله به ناممکنه کړي.

مانتیتسکي زیاته کړې چې د افغانستان د کورنیو چارو په اړه تصمیم د افغانانو کار دی، په خبره يې که د مؤقت حکومت غوښتنه کېږي نو دا د ولس کار دی نه د افغان حکومت.

د روسيې سفیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې وړاندې تر دې د مؤقت حکومت په اړه د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو د افغان چارواکو غبرګونونه را وپارول.

یادونه باید وکړو چې دطالبانواو امریکایانو ترمینځ دمذاکراتو لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اوو هېوادونوته خپل سفر بیګاه ناوخته پېل کړی، اودې ځل خبرو ته جانبین خوشبین دي چې شاید توافق ته سره ورسېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button