بروني اسلامي هيواد: د غله لاس پرې کېدل او همجنس باز ته د سنګسار سزا اعلان شوه

(کابل ټکی کام ، ۱۳۹۸، وری ۱۰)
د بروني اسلامي هيواد چې د جنوب ختيځې اسيا په شمالي ساحل کې ماليزيا ته نږدې پروت دی اعلان کړی چې له دې وروسته به همجنس بازانو او غلو ته سزا ورکوي.
په دغه هيواد کې په غير مشروع ډول د جنسي اړيکو درلودونکو او همجنس بازانو ته د سنګسار سزا اعلان کړې او هغه څوک که غلا وکړي یو لاس یا یوه پښه به يې ترې کټ کېږي.
یادو مجرمينو ته هغه مهال سزا ورکول کيږي چې ځينې مسلمانان يې به جرم شاهدي ورکړي.
د بروني هيواد په ۲۰۱۳م کال کې اعلان کړی و چې د اسلام شرعي قوانین به عملي کوي او مجرمينو ته به د شريعت له مخې سزا ورکوي.
تر دې مخکې په دغه هيواد کې په شراب څښلو او د نوي مسيحي کال (کريسمس) پر لمانځلو بنديز لګيدلی دی.
دغه راز که څوک د جمعې لمونځ نه کوي او يا ميرمنې د خپل محرم نه بغير بهر راووځي نو په نقدي جريمه او مجازات به ورکول کيږي.
تر دې وړاندې هم ځينو هيوادونو د دغه هيوادونو پر يادو قوانينو نيوکې کړې وې او تازه د بښنې نړيوال سازمان له بروني غوښتنه کړې چې د يادو سزاګانو د پلي کيدو مخنيوی وکړي.
بروني له تېلو غني هيواد دی چې شاوخوا څلور ميليون نفوس لري او نوي سلنه خلک يې مسلمانان دي.



