وطنه مور يې زموږ!

احسان الله سمون

هو ته د مور غوندي مهربانه او موږ دي په ډېرو شتو کې شپه او ورځ ګرځو، خورو، څښو، او ژوند کوو!

خو ژمنه درسره کوو چې د ساتنې او جوړونې قرارداد به دي ناټو او امريکا ته هيڅ کله هم ور نکړو!

د خپل عزت، ناموس او مور په بل چا ساتل!

نور بايد پوه شو!

که د خپلواکۍ اخيستل د وطن نړونه او د پرديو مزدوري بولی، نو مونږ خو له امان الله تر نادرشاه، له ظاهر شاه تر داؤود خانه د ټولو ديموکراسي منلې وه!

پردي به تا هيڅکله هم ونه ساتي او نه به دي جوړ او اباد کړې بلکې وران او غريب به دي کړي ځکه دوی خو هسې د چور او تالان لپاره راغلي!

که پردو يو پردی وطن جوړولی!

نو آنګرېزانو خو به له هندوستان نه جنت جوړ کړی وای، همداسې د نړۍ نوري مستعمري به يې د جنت غوندي جوړي کړې وې!

نا، نا!

زه باوري يم چې پردي خلک پردي وطنونه نه جوړوي!

اوس چې عربي نړۍ او نورو د ځان‌ ساتنې قراردادونه د تېلو، معدنونو او يا هم د خپلو بېچاره خلکو د وينو په بدل  کې له امريکا سره کړي

ملي ګټي خو يې هسې له لاسه وتلې او د پردو په پښو پايمال شوې، بهرنی سیاست يې اشغال او پای مال شوی، تېل  او معدنونه يې له لاسه وتلي او تر دې چې له امريکا سره ګرٙو او پانګي يې کنګل دي!

آن د عربي شاهزادګانو شخصي شتمنئ هم د امریکا په انحصار کې دي!

تاريخ ثابته کړې، آمريکا ډېر کله له دغسې اوږد مهاله باورونو څخه بده ګټه پورته کړې!

د پورته خبري يو ښه مثال به د شمالي افريقا د لیبیا هيواد پياوړی او ځواکمن ولسمشر معمرالقذافي را واخلم چې د امریکا د دروغجن باور، دوکې، چل او دسيسې ښکار شو!

عربي شهزادګان او اشرف غني به په دې خوښ وي چې د امريکا غوندي ځواکمن او شتمن يې ملګری دی او په اصطلاح لنګه غوا ورسره ده، خو جورج ډبليو بوش د دوه زرمو کلنونو په لومړيو کې  له يوو ټلويزيوني چينل سره په خبرو کې وويل: «ماته د اوسنيو صليبي جګړو ټوله قومانده خپل خدای راکوي» چې وروسته ډېری عالمان په دې باور وو چې ښايې شيطان ورسره په بدل لباس کې ملاقات کړی وي، او مشورې يې ورکړې وي.

د اشرف غني او عربانو په شمول د امريکا ټول متحدين او نړيوال بايد لومړی د امريکا تېر تاريخ مطالعه کړي چې امريکا له خپلو متحدينو سره څومره دوکې کړې دي!

تاريخ په لويو ټکو ليکي چې آمريکا د افغانستان خپلوکي ډېر کاله په رسميت نه پېژنده او د پاکستان له جوړېدو وروسته يې د افغانستان او پاکستان دښمني د ځان په ګټه وبلله، د اوسني افغانستان په تباهۍ او بربادۍ کې لوی لاس د همدې آمريکا او متحدينو وو!

په پای کې د هغې ورځي په هيله، چې يو خپلواک او پر ځان بسيا افغانستان ولرو!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button