کندهار: د جګړې ښکیل اړخونه یو بل ته د تلفاتو وراړولو خبر ورکوي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۸ ل)

تیره شپه د کندهار د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې د وسلوالو طالبانو او پولیسو تر منځ جګړه شوې

دواړه لوري برید تائیدوي او یو بل ته د مرګ ژوبلې وراړولو ادعاوې کوي

د کندهار امنیه قومندان “تادین خان” وایي، چې د تیرې شپې په جګړه کې ۸ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۵ تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي خو وسلوالو طالبانو بیا د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي

بل لوري ته طالب ویاند قاري” یوسف احمدي” په خپل ټویټر لیکي، چې جنګیالیو یې تیره شپه د کندهار د میوند ولسوالۍ په بندتیمور سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوسته برید کړی چې په وینا یې ۷ تنه پکې وژل شوي خو تادین خان بیا د ۳ تنو پولیسو وژل کیدل او د یوه تن ټپي کیدل مني

احمدي د مهماتو نیولو ادعا هم کړې ده: ” ‏‎مجاهدینو ته ۱ سقیل، ۱ راکټ،۴ کلاشنکوفونه،۱ نارنجک هوان، ۱ توپنګچه او ډیر مهمات په لاس ورغلي”

دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو د هیواد په نورو برخو کې هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په تیرو دریو ورځو کې یې دوې ولسوالۍ له افغان دولت څخه نیولي دي

د یادونې وړ ده، چې تیره شپه د زابل ولایت په شهر صفا کې هم د وسلوالو طالبانو یو نفوذي بریدګر ۹ تنه پولیس وژلي او د  پوستې په ګډون پکې پراته ټول مهمات طالبانو نیولي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button