ارزګان:  محاصره ځواکونه  د خوراک دنشتون  له امله  واښه خوري

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۸ ل)

د اروزګان ولایت څخه راپورونه کاږي چې د ارزګان ولایت خاص ارزګان ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د کلا بند شویوځواکونو خوراک واښه دي.

دغه سرتیري د خوراکي توکو له نشتوالي څخه سر ټکوي او له وخت تیر خوراکي توکو ځیني سرتیري زیانمن کړي هم دي.

شمشاد ته د محاصره ځواکونو له ډلې څخه یوه قومندان د تلیفون په کرښه ویلي، چې دوی څلور میاشتې وړاندې د هوا له لارې خاص ارزګان ولسوالۍ ته انتقال شوي، او په خبره یې چې بیا یې چا پوښتنه هم نه ده کړې.

د سرچینې په وینا، په جګړه کې د وژل شویو سرتیرو جسدونه او همدا رنګه ټپي شوي سرتیري هم له دوی سره پراته دي، او دوړو، وړو زخمونو څخه ژوند له لاسه ورکوي، اوزیاتوي چې مرکز ته یې د لیږلو لاره نشته، ټولې لارې دطالبانو په کنټرول کې دي.

په سیمه کې د شمشاد خبریال هڅه کړې، چې د دې پیښې په اړه د چارواکو نظر واخلي، خو کوم چارواکی ځواب ورکولو ته نه دی حاضر شوی.

دا لومړی ځل نه دی، چې داسې پیښه رامنځته کیږي، بلکې نورې هم دېته ورته پیښې رامنځته شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button