کابل ټکی کام ۱۸وږی/ ۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
يوې برتانوۍ څېړنې ښکاره کړې ده چې هغه زلموټي چې د ورځې په اوږدو کې اضافي ساعتونه د انټرنټ، تلوېزيون او کمپيوټر مخې ته تېروي، د هغو په نسبت يې د ازموينو ترلاسه کړې نومرې لږې وي، چې هغوی دغه کار نه کوي.
د کمبرج پوهنتون دغه څېړنه چې له ۱۴ تر ۱۵ کلونو د عمر پر ۸۰۰ زده کوونکو شوې ده، ښيي، چې بدني فعاليت پر اکاديمي ادا اغېز نه کوي، خو د وخت په تېرېدو څېړونکو دغه کسان څارل، څو مالومه کړي، چې بېلابېل خويونه يې پر ادا (کار کولو) څه ډول اغېز شيندي، پوهانو وويل، چې د پردو (سکرينونو) مخ ته ډېر وخت تېرول د زده کوونکو په زده کړه منفي اغېز کوي.
د څېړنې ليکواله کرېسټن کورډر وايي، کولای شو ووايو، چې پردو ته د ناستې ځانګړی وخت د زلموټو پر نومرو اغېز لري.
څېړنه چې په «انټرنشنل ژورنال اف بېهويورل نيوټرېشن انډ فېزېکل اکټيويټي» کې خپره شوې وايي، چې په منځنۍ توګه هغه موده چې زلموټي يې د پردې (سکرين) مخ ته تېروي، ۴ ساعته دي.
څېړنې ښودلې ده، چې په ۱۶ کلنۍ کې د تلويزيون يا انټرنټ مخې ته يو ساعت وخت تېرول ۹،۳ درجې د زده کړې نومرې راټيټوي، خو که همدا اندازه دوه ساعته شي، نو د زده کړې د نومرو د زيان اندازه به هم ۱۸ درجې شي.
څېړونکو توصيه کړې، چې د پايلو د لا ثابتېدو لپاره بايد په دې اړه نورې څېړنې وشي، همدا راز يې پر هغو پلرونو غږ کړی، چې د خپلو زامنو نومرو ته اندېښمن دي، چې د پردو مخ ته د خپلو کوچنيانو د کېناستو پر اندازه دې غور وکړي.


















