لیکنه:معصوم طالب
نن دې د امیدونو قافله تر ساحله رسیدلي ده، نن دې هغه په تورو شپو کې ورک کاروان دسهار له شفق سره غاړه غړۍ شو.
نن خو دې په ښایسته ګلورینه چهره د مسکا او خوښیو څادر خور ده، نن خو دې د خوښۍ مرغان دومره په نڅا ول تا به ویل ټول عمر یې غم نه دی لیدلی.
نن دې چنار ځواني دومره مؤثره وه، ستا په لیدو ډیرو د اوښکو بهیر تم نکړ. نن هغه دتا د شهید ملګري پلار یواځي په دې مینه تاته غیږ درکړه چې د شهید شوي زوئ ورپاتي ملګری یې وی،
نن هغه د شهید یتیم بچی ستا دراتلو لارې څاري چې له پلاره ورسته یې چا په سر لاس نه ده تیر کړی، نن هغه بوره مورکۍ د تا راتلو ته ځکه سترګې په لاره ده چې دخپل شهید بچي مینه درباندې ماته کړي.
ای فاضله!!
ته اوس د مسلمه امت لپاره یو داسي څوک شوې چې یواځي د امت سترګې او امیدونه تر تا پوري تړلي دې.
دا باید ته درک کړې چې دا سپین پګړۍ او دا ښایسته امیلونه یواځې ستا د خوښۍ دنده په مخ نه وړي بلکې دا له ځانه سره بلا ډیر مسؤلیتونه لري.
ته اوس هغه طالب نه یې چې تنها دې د خپل ځان د مسؤل په حیث د ژوند چارې پر مخ وړلې، ستا دا سپینه پګړۍ اوس تاته یو مسؤلیت در په ګوته کوي.
تا چې دا لس کاله په ځان لوږه، تنده او مسافري او ستړیاوې تېرولې، یواځې د دې هدف لپاره نه وې چې ځان له علم او درسونو فارغ او دستار فضیلت په سر کړې.
ته اوس یو مسؤل شوې تاته چې دا لس کاله مؤمن اولس وظیفه درکوله، هغه اولس اوس تاته سترګې په لاره دي، هغوی په دې طمع دي چې زمونږ طالب اوس عالم شو او اوس به راته خدمت کوي.
یواځي دسپينې پګړۍ دنده دا نه ده چې ته به د خپل کلي د امامت چارې په مخ وړې او نه يواځي په دې ته له خپل مسؤلیت نه خلاصیدلی شې چې دکلي په مدرسه کې دتدریس لپاره ځای برابر کړې.
زما فاضله!
کوم ناورین چې په مسلمه امت باندې له هر طرفه شروع ده دهغو مظلومو سترګې یواځې دتا لارې څارې هغه مظلومې خوندې مو چې له زندانو دامت ځوانانو ته پیغامونه را استوي
دتا څه فکر ده چې د هغوی مخاطب څوک دی؟؟
ایا هغوی هغه بي ظمیره ځوانان مخاطب دې چې دکفر او فساد په لمن کې پراته دې؟
ایا د هغوی هغه بې ظمیره ځوانان مخاطب دې چې حیا،عزت یې د دنیا دڅو ورځو په مقابل کې پلورلی او یواځي په دنیا کې یې لوی هدف دخپل ژوند اسانتیا وي، ځان ښايسته جوړل څو قسمه پوډر استعمالول دي؟
هغوی په دې پوی دي چې امت کې لا د صلاح الدین ایوبي ،د محمدابن قاسم،د سلطان محمود غزنوي بچیان شته
دهغوی سترګې دتا دسپينې پګړۍ په ولونو تړلې.
ای فاضله!!
هغه د عافيې صدیقې، او د فاطمې عراقۍ په څیر زرګونه مظلومو خوندو آهونه به تاته د دې اجازه هم درنکړې چې ته دامت په دې حساس دور کې په اولا او غیر اولا کارونه مناظرې او مباحثې وکړې
زمونږ په ګران وطن افغانستان باندې چې کوم ناورین او اولس مو چې له کوم کړاؤ سره مخ دی، ته یې چې هیواد او اولس ته به ازادۍ او سکون وربښې.
یواځې تاته دا مؤمن اولس سترګې په لار نه دی تا ته د برما،شام،فلسطین او د عراق او د نوري نړۍ مظلومان لارې څارې
زما فاضله!!
تاته چې نن دخپلو محبوبو استاذانو لخوا کومه سپینه پګړۍ درپه سر شوه دا یواځې پګړۍ مه ګڼه..
دا شايد ستا لپاره کفن هم شې، دا هم امکان لري چې ستا لپاره دې زولنې شې، ځکه دا پګړۍ او د دی پګړې نه لاندې زندګي دومره اسانه نه ده، دا به هر څه په ځان منې او هغه مسؤلیت به په مخ وړې چې تاته سپارل شوی دی.
ته اوس یواځې یو طالب نه، بلکې اوس وارث د نبي ﷺ شوې، تا د خپلو هغو اسلافو په پل قدم ايښی کومو چې د اسلام ډېوه د خپل تن په غوښو او وینو بله ساتلې ده، ته به اوس ډېر ځیرک او ویښ اوسې، خدای مه کړه که د شیطان په جال کې راغلې او یا د نفس یا د دنیا خواهشاتو تابع شوې، بیا به ګوره د قیامت په ورځ د دې مظلوم اولس لاس او ستا به ګریوان وې.
زما فاضله!!
دا به ومنو چې شايد ستا د ژوند چارې یا ستا کورنۍ تاته د ژوند د چارو د سمبالښت پېټی هم در په اوږو کړي، خو ستا عزم او اراده باید د لوړ غره په شان وې، ته باید له خپل علم سره لومړی تقوا (له الله ﷻ نه وېره) په ځان لازمه کړې، په تکلیفونو د صبر لوړ عظم او اراده باید له اصحابو صفه څخه زده کړو، خپل ځان باید دومره مستغني کړې چې اهل دنیا تاته محتاج شي، نه ته دوی ته، ځکه خدای مه کړه که د طمعې ماده درکې پیدا شوه، بیا به نه ته يې او نه به دې دا علم او نه دا حیثیت.
دسپينې پګړۍ خاونده!!
له تا مخکې ډیر په دې لار تير شوي او تللي خو که چا دپګړۍ حريت ساتلی تاریخ دهغۀ نوم په سپینو تورو لیکلی او که چا خپله پګړۍ داغ داره کړي یا یې دپګړۍ حق نه ده ادا کړی ټول اسلامي تاریخ پرې شرمنده ده او نه به یې بیا اسلامي اُمت دتل لپاره په ښو ټکو یاد کړي.















