(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۱)
د اسرائيلي اشغالګرو ځواکونو په ډزو څلور فسلطيني لاريونوال وژل شوي او له دوو سوو زيات ټپيان شوي دي.
روغتيايي چاراکي وايي، دغه لاریون پرون د جمعې په ورځ د غزې په پوله ترسره کيده چې د اسرائيلي عسکرو له ډزو سره مخ شو.
راپور زیاتوي، په دغه لاريون کې لسګونه زره کسانو ګډون کړی و چې په اسرائيلي عسکرو يې د ډبرو ګذارونه وکړل خو هغوی يې په ځواب کې ډزې کړي او اوښلن غاز يې کارولی چې له کبله يې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.
له کله راهيسې چې امريکا اسرائيلو کې خپل سفارت بيت المقدس ته لېږدولی او دغه ځای يې د اسرائيلو د پلازمينې په توګه په رسميت پيژندلی له هغې وروسته فلسطينيانو په لاريونونو پيل کړی چې تر دې دمه پکې لسګونه کسان وزل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي.















