روزګان: د دولتي ځواکونو خپلمنځي نښته کې عسکرو او ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۱)
د روزګان سيمه ييز مسؤولين وايي، د دغه ولايت په چنارتو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په خپل منځي نښته کې د ملکيانو په شمول پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چنارتو ولسوال فیض محمد حنفي وايي، دغه نښته پرون ماذيګر د اردو او امنيت ملي ځواکونو تر منځ شوې چې يو د ملي اردو عسکر او یو د ملي امنيت عسکر وژل شوي، یو پوليس او دوه ملکيان ټپيان شوي دي.
د حنفي په وینا، له هغې وروسته نښته پيل شوه چې د ملي اردو عسکرو چورلکې ته د پورته پر وخت د امنیت ځواکونو مخه ونيوله.
تر دې مخکې هم په دغه ولايت کې د چوکۍ، منصب او بیلابيل دلايلو پر اساس د دولتي ځواکونو تر منځ خپل منځي نښتي شوي دي.
په داسې حال کې د دولتي عسکرو د خپل منځي نښتو خبر ورکول کيږي چې تيره ورځ د دغه ولايت د خاص روزګان ولسوالۍ کې د اردو یو تن قومندان شمشماد تلويزين ته ويلي و چې طالبان کلابند کړي، له ويرې بهر نه شي وتلی، خوراک ورته نه رسيږي او د ژوند ژغورلو لپاره واښه خوري.



