دنړۍ لومړۍ وداني مکة المکرمه/ څلورمه برخه

لیکنه: نورالله عرفان
قدرمنو! حضرت ابراهیم (علیه السلام) چې: مکه معظمه جوړوړله؛ نو پر دغه وخت کې د ده خوږ زوی:حضرت اسماعیل (علیه السلام) د (۱۶) کالو و؛ خو د جوړولو پر وخت کې چې حضرت ابراهيم (علیه السلام) يو دېوال آخر ته ورساوه؛ او اوس دغه بل دېوال جوړوي؛ دلته خو، کونج پيدا کېږي چې؛ د دغه کونج څخه د بِناء جوړولو اصل؛ او اساس، نقشه او رَجه اخیستل کېږي او نوره بِناء د دغه کونج څخه صحي جوړېدلى شي>
حضرت ابراهيم (علیه السلام) غوښتل چې: په دغه کونج کې يوه لويه، قوي او مناسبه (ډبره “تیږه) کېږدي، له همدې امله حضرت اسماعيل (علیه السلام ) یې واستوه چې: لاړشه! شا اوخوا وګوره د دغه کونج لپاره يوه مناسبه تیږه پيدا کړه!.
حضرت اسماعيل (علیه السلام) لاړ، په غرو کې ګرځي؛ خو د دغه ځاى لپاره يې د دوی، د غوښتنې سره سمه، مناسبه ډبره پيدا نکړه.
(حضرت اسماعیل “علیه السلام”) له غره بيرته راغى؛ خو دلته یې و ليدل چې: د پلار مبارک سره يې يوه ډيره مناسبه او هغه قسم (ډبره ” تیږه) چې دوى غوښتل پراته ده، (اسماعيل “علیه السلام”) وويل: یآ اباجان! دا ډبره دې د کومه کړه؟ ( ابراهيم “علیه السلام” ) وويل: دا د الله (ج) لخوا راغله.
قدرمنو وروڼو!
دغه تیږه (ډبره) هغه حجرِاسود دى چې: د جنت څخه راغلې دى؛ او د جنت تیږه ده چې د کعبې شريفې په بِناء کې کار شوې ده؛ کعبه شريفه د دغي ډبري څخه په صحي بِناء سره جوړه شوه .
محترمو!!
حضرت ابراهيم (علیه السلام ) چې لږ څه دېوال جوړکړ؛ نو شا، شا، ته به ولاړ، د يو څه ليرې فاصلې څخه به يې ورته کتل چې: آيا دېوال سم دى، کوږ خو به نه وي؟ او دلته به د فکر کولو دپاره ښه وخت ولاړ و؛ نو ځکه دغه ځاى ته (مقام ابراهيم) ويل کېږي، الله (ج) د سورة البقره په (١٢٥) آيات کې فرمايي:وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى .
ژباړه: اې مؤمنانو! د ابراهيم (علیه السلام) د درېدلو ځاى، د لمانځه، طواف او دعاء ځاى وګرځوئ.
دغه ځاى د کعبې شريفي د صحي جوړولو دپاره د ابراهيم (علیه السلام) د فکر کولو ځاى دى، نو ځکه دغه مقام د کعبې شريفې څخه يو څه ليري واقع دى؛ ځکه چې د ليري څخه د دېوال برابروالی او کوږ والى ښه معلومېږي.
همدا ډول(مقام ابراهيم) هغې ډبرې، تیږې ته ويل کېږي: كومه چې د کعبې شريفي د جوړولو په وخت کې به ابراهيم (علیه السلام) پر درېدو، پر دغه ډبره کې د ابراهيم (علیه السلام)د پښو نخې او علامې هم شته .
نور بیا ….



