امریکایي نشریه: هوایي بریدونو د ملکيانو او افغان پوځیانو مرګ ژوبله زیاته کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۸، وری ۱۱)
ډیفنس ان نومي امریکایي نشریې لیکلي، چې د امریکا له لوري په افغانستان کې د هوایي بریدونو د ډیرښت له امله د ملکي افغانانو تر څنګ د افغان پوځ مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.
د نشریې په وینا، د تیر یوه کال راهیسې واشنګټن په افغانستان کې خپلو هوایي بریدونو ته زور ورکړی، چې د ګټې پر ځای یې تاوان کړی دی.
نشریه وایي، جګړه افغانستان ته ثبات او امن نشي راوستلای او په خبره یې چې امریکا باید د جګړې په سولییز حل زور واچوي.
ډیفنس ان جګړې ته په اشارې سره لیکلي، چې د افغان پوځ مرګ ژوبله پټه ساتل کیږي او په ټکو یې، چې اوس هم د ځینو راپورونو په اساس چې هره ورځ ۴۰ تنو افغان پوځیانو مرګ ژوبله اوړي.
په وروستیو کې د ګډو ځواکونو له لوري په شپنیو عملیاتو کې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې لسګونه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تیره ورځ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په یوه ښوونځي د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۴ تنه پکې ماشومان شهیدان شوي دي.
د سیمې خلکو میلمه راډیو ته په خبرو کې ویلي، چې یاد هاوان په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د یوې پوستې څخه وار شوی وو.



