نیویارک ټایمز: امریکا پر ناټو فشار راوړی، چې له حمدالله محب مخ واړوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۱)
امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه تازه خپاره کړي مطلب کې ویلي، امریکا د ناټو پر غړو هیوادونو فشار راوړی، چې له حمدالله محب سره دې اړیکې وشلوي.
ورځپاڼه وایي،، دا خبره دوی ته یوه اروپایي دیپلومات کړې ده.
نیویارک ټایمز لیکلي، حمدالله محب اوس څنډې ته شوی او په وینا یې چې له امریکایانو سره یوې غونډې ته یې خپل مرستیال ورلیږلی.
د ورځپاڼې په باور، حمدالله محب دا کار وروسته له هغه کړی، چې کله په ارګ کې امریکایي چارواکو په یوه غونډه کې حمدالله محب ولید، کاغذونه یې پر میز پریښودل او غونډه یې ترک کړه.
د حمدالله محب سره د امریکا چلند وروسته له هغه بدل شو، کله چې نوموړي د سولې د خبرو اړوند په زلمي خلیلزاد نیوکې وکړې.
امریکا دا نیوکې د دوی په بهرنیو چارو وزارت برید وګاڼه او د یوه ټیټ رتبه دیپلومات لخوا یې حمدالله محب احضار کړ.
داسې ګنګوسې ګرځیدې، چې ولسمشر غني به حمدالله محب له دندې ګوښه کړي خو تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه تر سترګو کیږي.



